دکرنې وزارت او همکارو مؤسسو د فعالیتونو پر څارنه د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ټینګار

mail-admin
Sun, Feb 18 2024 12:47 PM
دکرنې وزارت او همکارو مؤسسو د فعالیتونو پر څارنه د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ټینګار

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د دغه وزارت د څارنې او ارزونې ریاست له رییس او کارکوونکو سره د کتنې په ترڅ کې د دغه وزارت او هغه مؤسسې، چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي د ترسره شویو فعالیتونو پر څارنه ټینګار وکړ. 
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال دکرنې وزارت له رییسانو او چاروکو سره د لیده کاته په لړ کې د څارنې او ارزونې ادارې له رییس او چارواکو سره وکتل او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه د هغه هوکړه لیک له مخې، چې دکرنې وزارت او همکارو مؤسسو ترمنځ لاسلیک کېږي، باید د دوی فعالیتونه په دقت او غور سره وڅاري او تر څارنې وروسته یې پایلې د کرنې وزارت او د مؤسسو له رهبرۍ سره شریک کړي، تر څو د فعالیت د اغېزمنتوب په صورت کې د هغې پر تطبیق ټینګار وشي او که یې فعالیتونه اغېزمنتوب نه درلودل او نیمګړتیاوې ولري اصلاح شي.
په همدې حال کې ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د کرنې وزارت د څارنې او ارزونې ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل، چې له خپلو دندو سره سم په مرکز او ولایتونو کې د کرنې وزارت د پروژو د کار بهیر له نږدې وڅاري او د څارنې پایلې یې دکرنې وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څارنې او ارزونې ریاست په هېواد کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سکتورونو د فعالیتونو د څارنې دنده په غاړه لري.

تاکید معین مالی و اداری وزارت زراعت بر نظارت از فعالیت‌های وزارت زراعت و موسسات همکار 
۲۹ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان دیدار با رئیس و کارمندان ریاست نظارت و ارزیابی این وزارت تاکید بر نظارت از جریان فعالیت‌های انجام شده از سوی این وزارت و موسساتی که در سکتور زراعت و مالداری فعالیت دارند نمود.
معین مالی و اداری وزارت زراعت به ادامه دیدارها با روئسای و مسوولان وزارت زراعت با رئیس و مسوولان ریاست نظارت و ارزیابی دیدار کرده و به آنها هدایت داد که مطابق به تفاهم نامه‌ای که میان وزارت زراعت و موسسات همکار به امضا می‌رسد از فعالیت‌های آنها به صورت دقیق و سنجیده نظارت نمایند و پس از نظارت نتایج آن را با موسسات و رهبری وزارت زراعت شریک نمایند تا در صورت موثر بودن فعالیت بر انجام آن تاکید صورت گیرد و یا در صورت عدم موثریت و  داشتن نواقص اصلاح گردد.
در همین حال ملا آغاجان آخند « حاجی سالم» از کارمندان ریاست نظارت و ارزیابی وزارت زراعت خواست که مطابق به مسوولیت وظیفوی شان از جریان کار پروژه‌های وزارت زراعت در مرکز و ولایت  نیز به گونه دقیق نظارت نموده و بازخورد آن را با رهبری این وزارت شریک نمایند.
ریاست نظارت و ارزیابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری مسوولیت نظارت از جریان فعالیت‌های سکتور زراعت، آبیاری و مالداری را در کشور به عهده دارد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS