د افغانستان د ځمکې د تصفیې او تثبیت د طرحې جوړولو په موخه غونډه دائره شوه 

mail-admin
Thu, Feb 08 2024 9:27 AM
د افغانستان د ځمکې د تصفیې او تثبیت د طرحې جوړولو په موخه غونډه دائره شوه 

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د افغانستان د ځمکې د تصفیې او تثبیت د طرحې جوړولو په موخه د کرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري په مشرۍ د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست کې د یاد ریاست د رییسانو په ګډون غونډه دائره شوه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په دې اړه وویل: «موږ د افغانستان د ځمکو په برخه کې له قانوني ستونزو سره مخ یو، یوازې د افغانستان ۳۰ سلنه ځمکې تثبیت او تصفیه شوې دي، د افغانستان په ځمکو کې اصلاحاتو ته اړتیا ده، چې باید د کدستر او نوې ټیکنالوژۍ په کارولو سره په عمومي توګه بیا تصفیه او تثبیت شي.»
په ورته وخت کې د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم وویل: «د افغانستان د ځمکو تثبیت او تصفیه د کرنې وزارت غوښتنه وه، چې په پلي کېدو سره به یې د هېواد د ځمکو ټولې ستونزې هوارې شي. دا چاره د یو بل په همکارۍ او همغږۍ ترسره کوو.»
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله  د حکم پر بنسټ ټاکل شوې داسې طرحه جوړه شي، چې مالي او بشري منابع به یې وڅېړل شي او د افغانستان اراضۍ کې به اصلاحات رامنځته او ورڅخه به اغېزمنې ګتې ترلاسه شي. دغه راز د پخوانیو معلوماتو او نوې ټیکنالوژۍ په کارولو سره به د افغانستان په اراضۍ کې  کدستري سروې او د تصفیې طرحه رامنځه او ټولې ځمکې به سروې، تثبیت او تفصیه شي.
د افغانستان ځمکې پخوا د سردار محمد داوود خان په واکمنۍ کې چې، څه د پاسه ۳۰ سلنه ځمکې په کې شامل دي تثبیت او تصفيه شوې وې، خو د افغانستان اسلامي امارت په پام کې لري، چې د هېواد اراضۍ په بشپړه توګه تثبیت او تصفيه کړي.

جلسه به‌منظور ساخت طرح تثیبیت و تصفیه اراضی افغانستان دایر گردید
جلسه‌ای براساس حکم عالیقدر امیراالمومنین حفظه الله مبنی بر تثبیت و تصفیه اراضی افغانستان صورت کلی جهت ساخت طرح تثبیت و تصفیه اراضی افغانستان با سرپرستی  مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت و با اشتراک رییسان این اداره درریاست اراضی وزارت زارعت دایر گردید.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این باره گفت:« ما در اراضی افغانستان به مشکلات حقوقی رویر هستیم، تنها سی درصد اراضی افغانستان تثبیت و تصفیه شده است، اصلاحات در اراضی افغانستان نیاز است که با استفاده از کدستر و تکنالوژی جدید دوباره به صورت کلی تثبیت و تصفیه شود».
در همین حال مولوی محمود مظلوم رییس اراضی گفت:« تثبیت و اصلاحات در اراضی افغانستان خواست وزارت زراعت بوده که با تطبیق آن تمام مشکلات اراضی کشور حل می‌گردد، به همکاری و هماهنگی همدیگر این را انجام می‌دهیم.»
 قرار است به اساس حکم عالیقدر امیراالمومنین حفظه الله، طرح ساخته شود که منابع مالی و بشری آن بررسی گردیده و  اصلاحات در اراضی افغانستان بوجود آید و استفاده موثر و مثمر از زمین ها صورت گیرد هم‌چنان با استفاده از معلومات گذشته و تکنالوژی جدید، سروی کدستری و تصفیه طرح، سروی، تثبیت و تصفیه گردد.
اراضی افغانستان پیش از این در زمان سردار محمد داوودخان که نزدیک به 30 درصد اراضی را نشان می‌دهد تثبیت و تصفیه شده بود، امارت اسلامی افغانستان در نظر دارد آن را به صورت کامل تثبیت و تصفیه گردد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS