دکرنې وزارت مالي او حسابي او تدارکاتو ریاستونو له چارواکو سره د مالي او اداري مرستیال تعارفي لیدنه

mail-admin
Mon, Feb 05 2024 9:51 AM
ملا اغاجان اخند « حاجی سالم»، چې په دې وروستیو کې یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه دنده پیل کړی، د دغه وزارت د مالي او حسابي او دغه راز د تدارکاتو ریاستونو له چارواکو سره د جلا جلا ناستو په ترڅ کې وکتل، د دوی د فعالیتونو راپور یې واورېدل او د ستونزو د حل په اړه یې خبرې وکړې.

ملا اغاجان اخند « حاجی سالم»، چې په دې وروستیو کې یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه دنده پیل کړی، د دغه وزارت د مالي او حسابي او دغه راز د تدارکاتو ریاستونو له چارواکو سره د جلا جلا ناستو په ترڅ کې وکتل، د دوی د فعالیتونو راپور یې واورېدل او د ستونزو د حل په اړه یې خبرې وکړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي او تدارکاتو ریاستونو مسوولینو د جلا جلا پریزنټیشنونو په ترڅ کې د یادو ریاستونو د موخو، تشکیل، بودیجې، عوایدو، لاسته راوړنو او شته ننګونو په اړه دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. 
 په دغو ناستو کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان آخند « حاجی سالم» د کار په روڼتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: «مالي او حسابي او دغه راز د تدارکاتو ریاستونه د کرنې وزارت اساسي او محوي برخې دي، چې د نورو رياستونو چارې په همدې رياستونو پورې اړه لري، له همدې امله د يادو رياستونو مسوولين بايد د کارونو د ښه پرمخ بيولو لپاره هڅې وکړي، ترڅو چارو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.»

دیدار تعارفی معین مالی و اداری وزارت زراعت با مسوولان ریاست‌های مالی و حسابی و تهیه تدارکات 
ملا آغا جان آخوند « حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری که جدیدا کار در این سمت را آغاز کرده است طی جلسه‌های جدا گانه با مسوولان ریاست‌های مالی و حسابی و تهیه و تدارکات آن وزارت دیدار کرده و گزارش فعالیت‌های شان را استماع نمود.
مسوولان ریاست‌های  مالی و حسابی و تهیه تدارکات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری طی پرزنتیشن‌های جداگانه معلومات مفصلی را پیرامون اهداف، تشکیل، بودیجه، عواید، دست آوردها و چالش‌های موجود  ریاست های متذکره را به معین مالی و اداری ارایه نمودند.
 در این دیدار ها ملا آغاجان آخند « حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت به پیشبرد کارها به صورت شفاف تاکید کرده گفت:« ریاست‌های  مالی و حسابی و تهیه و تدارکات بخش‌های عمده و محوری وزارت زراعت است که همه کارهای سایر بخش‌ها به این ادارات در ارتباط است پس باید مسوولان این ریاست‌ها  تلاش  در راستای پیشبرد کارها به وجه احسن آن انجام دهند تا امور به سکتگی مواجه نشود.»

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS