د میدان وردګ د مڼو حاصلات ۱۵ سلنه زیاته شوې

content_admin
Sat, Sep 21 2019 1:01 PM
د میدان وردګ د مڼو حاصلات ۱۵ سلنه زیاته شوې


د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په خبره د تېر په پرتله ددې ولایت د مڼو بڼونو حاصلات د کمیت او کیفیت له پلوه ښه شوي دي. ددېولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ولید احمد تسل وایي، چې سږکال به ددې ولایت د مڼو له بڼونو څځه څه باندې ۱۲۰ زره ټنه مڼې راټولې او بازار ته به وړاندې شي.
د ښاغلي تسل په خبره، که په اوسط ډول د دغو مڼو د يو من بیه سل افغانۍ په نظر کې ونیول شي، د میدان وردګ ولایت د سږ کال د مڼو د حاصلاتو ارزښت ۱.۷ میلیارډه افغانیو ته رسېږي.
په وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت او د میدان وردګو ولایت د خلکو په هلو ځلو هرکال په دې ولایت کې پر سلګونه جریبه ځمکه کې د مڼو د نوي ورایټیو بڼونه، چې تر نورو لس چنده ډېر حاصل ورکوي جوړې شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په روان کال کې هم په میدان وردګو ولایت کې د مڼو د بڼونو د ترویج په پار پر سلګونه جریبه ځمکه کې د مڼو بڼونه جوړې کړي دي.
د بڼوالو روزنه، د ګیاوو د ناروغیو کنټرول، د درملو تجویز او د بڼوالو حاصلاتو ته بازار موندنه نور هغه کړنې دي، چې سږ کال د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې ترسره شوې دي.
په میدان وردګو کې بېلابېل مېوې شتون لري خو ددې ولایت مڼه نړیوال شهرت لري. د کرنې وزارت هلې ځلې او د خلکو لېوالتیا ددې سبب شوې، چې میدان وردګ په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.
د ښاغلي تسل په خبره په دې وروستیو کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هلو ځلو په دې ولایت کې د بڼوالۍ چارې پراخي شوي دي او د پخوانیو او زړو بڼونو ترڅنګ د مېوو ډېر شمېر نوي بڼونه هم جوړې شوي دي. ددغه ولايت مڼې ډېرې مشهورې دي، جورسې، مارلينګ، بيروتۍ او ژېړې مڼې یې تر نورو ډيرې مشهورې دې، دغه راز څو ډوله نورې مڼې او زردالو، ګیلاس، شفتالو، بادام، ناک، آلوبالو، انګور، چهارمغز او نورې مېوې هم په دغه ولايت کې پرېمانه کيږي او د هېواد يو شمېر ښارونو ته د پلور لپاره وړاندې کيږي.
د وردګو اقلیم سوړ او په ژمي کې یې هوا ډېره سړه اما په اوړي کې معتدله وي ځکه نو ددې سیمې مڼې او زردالو تر نورو سیمو غوره والي لري، په ځانګړې توګه د وردګو مڼې په سیمه ییز او آن ڼړیواله کچه شهرت لري او دغه ولایت په افغانستان کې د مڼو د تولید له اړخه مشهور ولایت دي.

نرخ، چک، جلرېز، سیداباد، جغتو او دایمیرداد ولسوالۍ او د میدان وردګو مرکز په دې ولایت کې د مڼو عمده تولیدوونکي سیمي دي.

په ټولیزه توګه په دې ولایت کې د مڼو څه باندېاته زره او ۲۶۴ هکټاره بڼونه شتون لري، چې د مڼو بېلابېل ډولونه (ورایټۍ) په کې اېښودل شوي دي. د دغو مڼو له ډلې جورس، مالینګ، بیرتی، ژیړې، شاهي، کدومڼه او نازک بدنې مڼې د یادولو وړ دي.

تر لاسه شوې شمیرې ښيي، چې روان کال د وردګو ولایت د مڼو حاصلات به ۱۲۰ زره ټنو ته ورسیږي، چې د کورنیو بازارونو سربېره بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان، هند، متحده عربي امارات او چین ته به هم صادر شي.

د میدان وردګو ولایت د کرنې رییس ولید تسل وویل، چې د یاد ولایت د مڼو حاصلات له تېرو پنځو کلونو را په دې خوا د ډېرېدو په حال کې ده هغه وویل: «له تېرو پنځو کلونو څخه ددې ولایت د مڼو حاصلات له ۹۰ زره مټریک ټنو څخه تر ۱۲۰ زره مټریک ټنو پورې رسیږي. محیطي شرایطو ته په پام سره هر کال د مڼو په حاصلاتو کې بدلون راځي. په تېر ۱۳۹۷ یم کال کې ددې ولایت د مڼو حاصلات ۱۰۵ زره ټنو ته ورسېد خو سږ کال به دغه شمېره ۱۲۰ زره ټنه وی

ښاغلي تسل زیاته کړه، چې ددې ولایت د مڼو حاصلات ډېر خو د مڼو ساتلو په پار سړې خونې او زېرمتونونه په نشت حسابیږي د هغه په خبره ددې ولایت د مڼو سړې خونې د یو زر او ۵۰۰ مټریک ټنه مڼو ظرفیت لر خو په دې وروستیو کې به ددې ولایت په مرکز کې د ۵۰۰ مټریک ټنو په ظرفیت د مڼو بله سړه خونه هم جوړه شي خو بیاهم ددې ولایت د مڼو بڼوالو ستونزې نه شي هوارولی او په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا شته. د ښاغلي تسل په خبره ددې ولایت د بڼوالو بله ستونزه د مېوو د پروسس د مناسب مرکز نشتون دی، د میدان وردګ د کرنې رییس وویل: «په دې ولایت کې د مېوو د پروسس مناسب مرکز شتون لري، چې په نړیوالو سټنډرډونو مېوه پروسس او بازارته وړاندې کړي، چې دا په خپله د مېوو بازارموندنې په برخه کې لوی خنډ دی

ولید احمدتسل وویل، چې ددې ولایت د مېوو او سبو د پلور او بازارموندنې په پار د مېوو او سبو ټولنې هم جوړې شوي دي، چې تر دې وروسته د امنیتي ځواکونو او دولتي ادارو د اړتیا وړ مېوه او سابه به د همدغو ټولنو له لارې چمتو شي، چې دا چاره ددې ولایت د مېوو په ځانګړې توګه د مڼو او سبو د پلور لپاره ښې زمینې برابروي.

ښاغلي تسل وویل، ددې ترڅنګ چې تېر کال ددې ولایت د مڼو حاصلات د وچکالۍ له امله زیان من شوي و خو بیاهم بڼوال دقناعت وړ حاصل لاسته راوړ او له خپلو حاصلاتو خوښ و. د ښاغلي تسل په خبره روان کال پریمانه ورښتونه او بڼوالو او بزګرانو سره د کرنې ریاست همکارۍ او سلا مشورې ددې لامل شوي، چې ددې ولایت د مېوو او کرنیزو توکو د محصولاتو کچه لوړ شي.

باید وویل شي، چې په دغه ولایت کې د مڼو د بڼونو صنعتي بڼه د لومړي ځل لپاره د ډاکټر عبدالوکیل خان لخوا په پرمختللې بڼه بدله شوه او ددې ولایت ګروندګر وهڅول شول، تر څو په خپلو ځمکو کې د مڼو اصلاح شوي نیالګي کېنوي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS