د ابن سینا د څیړنې او پراختیا مرکز په انلاین غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

user-admin
Mon, Jan 22 2024 1:54 PM
د ابن سینا د څیړنې او پراختیا مرکز په انلاین غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون


۲ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق 
د کرنې او مالدارۍ  مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د زوم له لارې د شېلر انسټیټیوټ لخوا په جوړه شوې غونډه کې، چې د افغانستان د اسلامي امارت د سکتوري ادارو مسؤلینو، د بېلابېلو هېوادونو میشتو افغان کارپوهانو او بهرنیو متخصصینو په شتون کې جوړه شوې وه ګډون وکړ. 
دغه غونډه په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د اوسنیو ستونزو او ننګونو د حل او د پراختیایي پلانونو د وړاندې کولو په موخه د کورنیو او بهرنیو چارواکو او کارپوهانو د نظرونو د غوښتلو په موخه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني افغانستان د ټولو ګډ کور وباله او زیاته یې کړه:«افغانستان زموږ د ټولو ګډ کور دی او هر وګړی کولای شي چې د خپلې وړتیا له مخې یې په پرمختګ کې رول ولوبوي او هر هغه پانګوال چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي، په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ورته طلایي فرصت چمتو شوې او د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی، چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړي.»
په دې کتنه کې د يادې ادارې د درې ورځني کنفرانس په اړه چې څه موده مخکې د کابل په انټرکانټيننټال هوټل کې جوړه شوې وه، هم د نظريو تبادله وشوه.


اشتراک معین زراعت و مالداری در جلسه آنلاین مرکز تحقیقاتی و توسعوی ابن سینا
۲ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در جلسه‌ای که از طریق زوم از سوی انستتیوت شیلر با حضور مسوولان ادارات سکتوری امارت اسلامی افغانستان،  شماری از متخصصان افغان مقیم در کشور‌های مختلف و متخصصین خارجی برگزار شده بود اشتراک کرد. 
این جلسه به منظور نظرخواهی از مسوولان و متخصصین داخلی و خارجی جهت حل مشکلات و چالش‌های فعلی افغانستان در سکتورهای مختلف و اراییه طرح‌های انکشافی برگزار شده بود.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در این جلسه از افغانستان منحیث خانه مشترک همه یاد کرده که افزود" افغانستان خانه مشترک همه ما است که هر شخص می تواند در حد توان خود در آبادی آن نقش ایفا نماید و هر سرمایه گذاری که می‌خواهد در افغانستان سرمایه گذاری نماید یک فرصت طلایی برایش موجود است به خصوص در سکتور زراعت و مالداری و امارت اسلامی افغانستان آماده فراهم سازی زمینه سرمایه گذاری برای سرمایه گذاران داخلی و خارجی می باشد".
در این جلسه پیرامون کنفرانس سه روزه نهاد متذکره که در هوتل انترکانتیننتال کابل چندی قبل برگزار شده بود نیز تبادل نظر صورت گرفت.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS