د کرنې وزیر د حکومت د رسنیو مرکز له رییس سره وکتل

mail-admin
Sun, Jan 14 2024 3:19 PM
د کرنې وزیر د حکومت د رسنیو مرکز له رییس سره وکتل

۲۴ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له رییس نعیم‌الحق حقاني سره وکتل.
په دې کتنه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري وویل: « که رسنۍ د اسلامي شریعت مطابق خپل فعالیتونه او چارې مخته یوسي د رسنیو په کار کې کومه ستونزه او خنډ نشته او که د اسلامي امارت د احکامو (شریعت) خلاف وي د اسلامي امارت په حکومت کې ځای نلري.»
ښاغلي عمري زیاته کړه: « د اطلاع رسونې په برخه کې د دولت د رسنیو مرکز سره هراړخیزې همکارۍ ته چمتو یم او له هیڅ ډول همکارۍ څخه به ډډه ونه کړم، ترڅو خلکو ته د بشپړو معلوماتو په رسولو کې همکاري ووشي.»
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رییس نعیم‌الحق حقاني په دې اړه وویل: «رسنۍ د حکومت سترګې او غوږونه دي، ددې لپاره چې د هېواد ډېری وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، په دې برخه کې اطلاع رسونه مهم او اساسي کار دی. معلوماتو ته لاسرسی په هر حکومت کې یو اصل دی.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د پراخ فعالیت په درلودلو سره له رسنیو سره د اطلاع رسونې په برخه کې اوږه په اوږه کار کړی دی او د اطلاع رسونې برخه یې په بریالیتوب پر مخ روان دی او د کرنې په بېلابېلو سکټورونو کې خپل فعالیتونه، لاسته راوړنې او کړنې له خلکو سره شریکوي.

وزیر زراعت با رییس مرکز رسانه‌های حکومت دیدار کرد
۲۴  جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با نعیم‌الحق حقانی رییس اطلاعات و مرکز رسانه‌های امارت اسلامی افغانستان دیدار و گفتگو کرد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در این دیدار گفت:« فعالیت رسانه‌ها که مطابق شریعت اسلامی باشد هیچ نوع مشکل و ممانعت در کار آن‌ها وجود ندارد و اگر خلاف قانون امارت اسلامی (شریعت) باشد، در حکومت امارت اسلامی جا ندارد».
 آقای عمری افزود: از هرنوع همکاری در بخش اطلاع رسانی با مرکز رسانه‌های حکومت دریغ نمی‌کنم و همکار خواهیم بود که برای مردم اطلاع رسانی کامل صورت گیرد.
نعیم‌الحق حقانی رییس اطلاعات و مرکز رسانه‌های حکومت در این باره گفت:« رسانه‌ها چشم و گوش حکومت اند، چون بیشتر مردم کشور در زراعت و مالداری مصروف اند اطلاع رسانی در این سکتور کار عمده و اساسی است، دسترسی به اطلاعات در هر حکومت یک اصل است».
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با داشتن ساحه وسیع فعالیت در کشور همگام با رسانه‌ها در اطلاع رسانی کار نموده و دست بالا در اطلاع رسانی دارد و پاسخگوی فعالیت‌های خویش در سکتورهای مختلف زراعت با مردم است.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS