دکرنې وزارت له خوا په بامیانو ولایت کې د شپږو چکډمونو رغنیزې چارې پیل شوې

user-admin
Sat, Dec 30 2023 4:35 PM
دکرنې وزارت له خوا په بامیانو ولایت کې د شپږو چکډمونو رغنیزې چارې پیل شوې


۹ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د انجنیرۍ او اوبولګولو د پراختیا ریاست له خوا د بامیانو ولایت په شپږو ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو د مدیریت په موخه د ۱۴ میلیونه او ۳۲ زره افغانیو په لګښت د شپږو چکډمونو رغنیزې چارې پیل شوي دي.
ددغو چکډمونو رغنیزې چارې د بامیانو ولایت د یکاولنګ نمبر ۱، یکاولنګ نمبر ۲، شیبر، سیغان، کهمرد او ورث ولسوالیو د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شوې.
یاد چکډمونه د بامیانو ولایت د یکاولنګ نمبر ۱ د کوز بکک، د یکاولنګ نمبر۲ ولسوالی د پایګولي، د ورث ولسوالی د دهن تګاب شه، د کهمرد ولسوالی د دورو میرحمزه، د شیغان ولسوالی د قرونه او د شېبر ولسوالی د کفش انداز په کلیو کې جوړېږي.
ټاکل شوې د دغو چکډمونو رغنیزې چارې د دوو میاشتو په موده کې بشپړ او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.
د يادو چکډمونو د رغنیزو چارو په پيل سره د يادو ولسواليو لسګونو اوسېدونکو ته د لنډې مودې لپاره د کار زمينه هم برابره شوې ده.

آغاز کار ساخت شش چکدم در ولایت بامیان از سوی وزارت زراعت 
۹ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
کار ساخت شش چکدم  در شش ولسوالی ولایت بامیان از سوی ریاست انجینری و انکشاف آبیاری وزرات زراعت، آبیاری و مالداری به هزینه ۱۴ میلیون ۳۲ هزار افغانی جهت جلوگیری از سیلاب‌ها، تقویت آب‌های زیر زمینی، فرسایش خاک و مدیریت مواد رسوبی در آن ساحات آغاز شد.
کار ساخت این چکدم ها در ولسوالی‌های یکاولنگ نمبر یک، یکاولنگ نمبر دو، شیبر، سیغان، کهمرد و ورس ولایت بامیان با حضور مسوولان محلی ولسوالی های متذکره افتتاح گردید.
این چکدم ها در قری‌ه جات بکک پایین  ولسوالییکاولنگ نمبریک، پایگولی ولسوالی یکاولنگ نمبر دو، دهن تگاب شه ولسوالی ورث، دورو میرحمزه ولسوالی کهمرد، قرونه ولسوالی سیغان و کفش انداز ولسوالی شیبر ولایت بامیان ساخت می شوند.
قرار است کار ساخت این چکدم ها در مدت دو ماه تکمیل گردد که با تکمیل کار ساخت این چکدم ها انتظار می‌رود هزاران جریب زمین زراعتی نیز آبیاری گردد.
با آغاز کار ساخت این چکدم ها زمین کار کوتاه متد برای دها تن از باشنده گان ولسوالی های متذکره فراهم گردیده است.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS