دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست: د ۱۴۰۳ مالي کال د عادي او پراختیايي بودیجې د وړاندوینې او تشکيل په اړه غونډه دائره شوه 

mail-admin
Wed, Dec 20 2023 12:34 PM
دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست: د ۱۴۰۳ مالي کال د عادي او پراختیايي بودیجې د وړاندوینې او تشکيل په اړه غونډه دائره شوه 

٢۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست کې د ۱۴۰۳م کال د عادي او پراختیایي بودیجې او ددغه کال د تشکیل په پار غونډه دائره شوې وه.
په دغه غونډه کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو عمومي ریاست په مقام کې جوړه شوې وه د ځمکو چارو لوی 
د غونډې په پیل کې دکرنې وزارت د ځمکو ریاست لوی رییس مولوي محمود مظلوم وويل: «په يوه اداره کې کار یوازې په يوه کس نه کېږي باید ټول د دې ادارې د ښه والي په خاطر سره لاسونه ورکړو تر څو وشو کولای هغه ستونزې چې اوس هم په دې اداره کې شتون لري هغه ته د پای ټکی کېږدو.»
ښاغلي مظلوم زیاته کړه له ټولو مسوولينو څخه مې غوښتنه ده چې د ادارې د ښه والي لپاره د تل خپل نظرونه د ادارې له مقام سره شریکې کړي.
د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس وویل: «د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله ټول حکمونه او فرمانونه چې دې ادارې پورې اړوند دي په جدي توګه تعقيب شي او په هغه باندې اجراآت زموږ ټولو مسووليت دی چې بايد ورته پاملرنه وشي.»
ورپسې د ځمکو چارو ریاستد  ادارې د جیودیزي او کدستر لوی رییس مولوي سعيد الرحمن مظهري او د اراضۍ ریاست د مختلفو څانګو مسوولينو خبرې وکړې او د خپلو څانګو اړوند معلومات يې د اراضۍ ریاست عمومي رییس ته وړاندې کړل. 
نوموړو د خپلو څانګو اړوند د ۱۴۰۳ مالي کال د عادي او پراختیایي بودیجې د وړاندوینې او د دغه کال د تشکيل په اړه هم خپل نظرونه د اراضۍ ادارې له مشرتابه سره شريک کړل.
په پای کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس مولوي محمود مظلوم له ټولو مسوولينو څخه وغوښتل، چې د ۱۴۰۳ مالي کال د خپلو څانګو اړوند د بودیجې او تشکيل لست دې د اړتیا پر بنسټ په دلايلو سره د دغه ریاست مقام ته وړاندې کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS