اروزګان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې
٢۸ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د اروزګان د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب سوو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون تخنیکي پلاوی خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي.
د دغو هلو ځولو په دوام یاد پلاوی د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند تالاني سیمې ته سفر وکړ، چې په ياده سیمه کې هغه ځمکه چې د تخنيکي پلاوی له لوري امارتي تشخيص او تثبیت شوي وه له غاصبینو راوګرځوي.
د چارواکو په خبره د اروزګان د مرکز ترینکوټ د تالاني سیمه کې د تخنکي ټیم له خوا ۱۵جریبه امارتي ځمکه لا غاصبینو راګرځول شوي دي.
باید وویل شي، چې د اروزګان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.
