د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له چارواکو سره وکتل

user-admin
Sun, Nov 26 2023 9:28 AM
هیئت  مشترک وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اتاق زراعت و مالداری افغانستان در جریان سفر به کشور ازبکستان با مسوولان اتاق تجارت و صنایع آن کشور دیدار کردند.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې ګډ پلاوي ازبیکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې له چارواکو سره وکتل.
په دې کتنه کې مولوي صدر اعظم عثماني ازبیکستان ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه:"افغانستان او ازبیکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي، چې ګډې ګټې لري او موږ هم غواړو چې ازبیکستان ته د خپل هېواد د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو صادرات ډېر او په دې برخه کې شته ستونزو ته د پای ټکی کېږدو او د ښو اړیکو په ټینګولو سره له افغانستان څخه ازبیکستان ته د کرنیز محصولات صادرات ډېر کړو. په همدې توګه له ګاونډيو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه كې خپلو ښو اړيكو ته دوام وركوو."
په ورته وخت کې د ازبیکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا یادونه وکړه او زیاته یې کړه:
"موږ د افغانستان له حکومت سره ډېرې ښې اړیکې لرو او هڅه کوو چې دا اړیکې نورې هم پراخې کړو او موږ د افغانستان لپاره پر یوه نوی سیستم کار کوو، چې په پلي کېدو سره به یې افغانستان ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې اعلان کړو".
دغه راز په دې کتنه کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خونې مشر خان محمد فروتن د سوداګرۍ د ارزښت په اړه خبرې وکړې او له افغانستان څخه ازبیکستان ته د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه. چې د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو له خوا د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.
په دې کتنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دمقام سلاکار محمد ولي وزیري په ازبیکستان کې د صنعت د ودې یادونه وکړه او د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مسوولینو څخه یې وغوښتل، چې د اړتیا وړ خام مواد له افغانستان څخه وارد کړي، ځکه چې افغانستان د خامو موادو په تولید کې ښه پرمختګ کړی دی.دیدار هیئت وزارت زراعت افغانستان با مسوولان اتاق تجارت و صنایع ازبکستان 
۴ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
هیئت  مشترک وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اتاق زراعت و مالداری افغانستان در جریان سفر به کشور ازبکستان با مسوولان اتاق تجارت و صنایع آن کشور دیدار کردند.
 در جریان این دیدار مولوی صدراعظم عثمانی از افزایش صادارت محصولات زراعتی افغانستان به کشور ازبکستان سخن زده افزود" افغانستان و ازبکستان دو کشور همسایه و دارای منافع مشترک است و ما هم می‌خواهیم که صادرات محصولات زراعتی و مالداری کشور خویش را به ازبکستان بیشتر بسازیم و مشکلات موجود در این بخش را خاتمه بخشیده و با تحکیم روابط حسنه صادارت محصولات زراعتی افغانستان را به ازبکستان افزایش بدهیم و همینگون رابط نیک خود را در تجارت با کشور‌های همسایه ادامه می دهیم".
در همین حال معاون تجارت ازبکستان از گسترش روابط تجارتی میان افغانستان و ازبکستان یاد کرده علاوه کرد" ما با حکومت افغانستان روابط بسیار خوب داریم و تلاش داریم که این روابط را بیشتر بسازیم و ما بالای یک سیستم جدید برای افغانستان کار می‌نمایم که با تطبیق آن سهولت‌های زیادی برای افغانستان ایجاد خواهد شد که در آینده نزدیک آن را اعلام می کنیم".
همچنان در این جلسه خان محمد فروتن رئیس اتاق زراعت و مالداری افغانستان پیرامون اهمیت تجارت سخن زده و خواستار رفع مشکلات فرا راه صادارت محصولات زراعتی و مالداری افغانستاه به کشور ازبکستان شد که از سوی مسوولان اتاق تجارت و صنایع آن کشور اطمینان حل مشکلات موجود سپرده شد.
دراین نشست محمد ولی وزیری مشاور مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از رشد صنعت در کشور ازبکستان یاد آوری نموده  و از مسوولان اتاق تجارت و صنایع ازبکستان خواست که مواد خام مورد نیاز خویش را از افغانستان وارد نمایند چون افغانستان در تولید مواد خام پیشرفت خوبی داشته است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS