د کرنې وزارت له خوا د مېوه لرونکو ونو د درمل شیندلو «یوریا اسپرې» خزاني کمپاین پیل شو

mail-admin
Tue, Nov 21 2023 12:06 PM
د کرنې وزارت له خوا د مېوه لرونکو ونو د درمل شیندلو «یوریا اسپرې» خزاني کمپاین پیل شو

۳۰ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له خوا د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د مېوه لرونکو ونو د آفتونو او ناروغیو د مخنیوي په موخه د مېوه لرونکو ونو د درمل شیندلو «یوریا اسپرې» خزاني کمپاین پیل شو.
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم د یوریا اسپرې د کمپاین د پرانیستلو پر مهال وویل، چې د دې کمپاین د پیلولو موخه د نباتاتو د آفتونو او ناروغیو پر وړاندې مبارزه او د مېوه لرونکو ونو د آفاتو او ناروغیو مخنیوی دی. «دغه کمپاین د افغانستان په 34 ولایتونو کې پلي کېږي، چې موخه یې د هېواد د کروندګرو او بڼوالو هڅول دي، ترڅو دوی خپل مېوه لرونکي او بې مېوې ونې د ناروغیو او آفتونو پروړاندې دواپاشي او خوندي کړي.» 
هغه زیاته کړه: «په مني کې د سپینې سرې (یوریا) د پنځه فیصده محلول استعمال په داسې حال کې، چې د ونې له ۷۰ سلنې څخه زیاتې پاڼې رژېدلې وي، ډېره ګټه لري، په ځانګړې توګه د هغو آفتونو او ناروغیو لپاره، چې د ژمې په موسم کې، د هزره بوټو، د نباتاتو پاتې شونو او تر پاڼو لاندې ژوند کوي؛ دغه اسپرې یاد افتونه او ناروغۍ له مینځه وړي او دغه راز د خاورې په حاصل خېزۍ کې، چې د نباتاتو د پاتې شونې تجزیه کړندۍ مهم رول لوبوي.»
په ورته وخت کې د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست یو تن ډاکټر ناصر ابراهیم خېل وویل، چې یوریااسپرې ډېر اقتصادي تمامېږي؛ هغه زیاته کړه: «د یوریا محلول چمتو کول خورا ارزانه او ګټور دی. یوه کیلو سپینه سره (یوریا) په 20 لیتره اوبو کې ښه حل کړئ او بیا کله چې هوا ښه صاف او روښانه وې د محلول پاش په واسطه یې پر ونو وشیندئ، ترڅو نباتات له آفتونو او ناروغیو څخه وژغورل شي او د ونو ژوند او حاصلات ډېر شي».
د یوریا سپری کمپاین د میوه لرونکو او غیر میوه لرونکو ونو لپاره ګټور دی او په ټیټ لګښت سره تطبیق کیږي.
د یوریا اسپرې کمپاین د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې ریاست د کارکوونکو له خوا هر کال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د بڼوالو په همکارۍ پلي کېږي.

کمپاین خزانی دواپاشی «یوریا اسپری» درختان مثمر از سوی وزارت زراعت آغاز شد 
۳۰ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش
کمپاین خزانی دواپاشی «یوریا اسپری» درختان مثمر از سوی ریاست حفاظه نباتات و فرنطین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور جلوگیری از آفات و امراض درختان مثمر در ۳۴ ولایت کشور آغاز شد.
انجینر عتیق الله مسلم ریس حفاظه نباتات و قرنطین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان افتتاح کمپاین یوریا اسپری هدف از راه اندازی این کمپاین را مجادله با آفات و امراض نباتی و جلوگیری از آلوده شدن  درختان مثمر به امراض آفات عنوان کرد"این کمپاین در 34 ولایت افغانستان تطبیق می‌شود  که هدف از راه اندازی آن تشویق دهقانان و  باغداران کشور  برای دوا پاشی درختان مثمر و غیر مثمر جهت از بین بردن امراض و آفات درختان می‌باشد".
 وی افزود" استعمال محلول پنج فیصد کود سفید (یوریا) در خزان زمانیکه بیش از 70 فیصد برگ‌های درختان ریخته باشد خالی از مفاد نیست به خصوص  برای آفات و امراض نباتی که در زیر برگ‌ها و گیاهان هرزه و بقایای نباتی در زمستان زیست می‌کند؛ آن‌ها را از بین برده و همچنان  در حاصل‌خیزی خاک که تجزیه بقایای نباتی را سرعت می‌بخشد رول مهم را بازی می‌کند".
در عین حال ناصر ابراهیم خیل یک تن از دکتران حفاظه نباتات ریاست حفاظه نباتات و قرنطین از اقتصادی بودن محلول یوریا اسپری سخن زده افزود" تهیه محلول یوریا خیلی ارزان و مفید تمام می‌شود یک کیلو کود سفید (یوریا) در ۲۰ لیتر آب خوب حل نموده و بعدا توسط محلول پاش در زمانیکه هوا صاف باشد محلول پاشی گردد تا از آفات و امراض نباتات نجات یافته عمر و حاصلات درختان بیشتر گردد".
کمپاین یوریا اسپری برای درختان مثمر و غیر مثمر مفید بوده و با هزینه کمتر تطبیق می شود.
کمپاین ادویه پاشی یوریا اسپری از سوی کارمندان ریاست حفاظه نباتات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری همه سال در همکاری با باغداران کشور در ۳۴ ولایت تطبیق می گردد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS