د راستنېدونکوکورنیو میشت غالي د نقشه کولو چارې پیل شوې

mail-admin
Sat, Nov 11 2023 10:27 AM
د راستنېدونکوکورنیو میشت غالي د نقشه کولو چارې پیل شوې

٢٠ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٧ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
پاکستان څخه د اجباري ایستل شویو راستنېدونکو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې په پار دکرنې وزارت له لورې د عمري مېشت غالي نقشه کولو چارې پیل شوې.
د یاد مېشت غالې ترتیب او تنظیم د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي  په لار ښوونه د کرنې وزارت مرستیال مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ، د کابل ښاروالۍ، ښارجوړونې وزارت او اړوندړ ادارو په همکارۍ جوړېږي.
یاد میشت غالي کې د لنډ مهالي میشتېدنې کمېټې غړي او کرنې وزارت مرستیال مولوي فضل الباري فضلي وویل، دغه میشت غالی به دایمي، خو د راستنو شویو کډوالو میشتېدنه به موقتي وي، څو ستونزې یې حل شي.
ښاغلي فضلي وویل د افغانستان اسلامي امارت خپلو هېوادوالوته خپل هېواد ته د راتګ غېږه خلاص کړېده او ټول مسولین ددوی په خدمت کې دي او د بېرته راستنو شویو کورنیو په مېشت غالې کې ١٢ کمیټي خدمات وړاندې کوي. 
د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني وویل، دغه میشت غالی د ا.ا په داخلي بودیجه په اساسي ډول جوړېږي، چې پکې د میشتېدونکو کډوالو لپاره به ټولې اړینې اسانتیاوې رامنځ ته شي.
نوموړي له موسساتو او خیریه بنسټونو هم مننه وکړه، چې له راستنېدونکو یې خپلې مرستې نه دي سپمولي او لا یې هم په بېلابېلو برخو کې مرستې دوام لري.
د کابل ښاروالۍ انجینر محمد حسین وایي، د دغې میشت غالي نقشه یې په څلور برخو ویشلې، چې هره برخه کې به د میشتېدونکو لپاره منظمې خونې، سړکونه، روغتیایي مرکزونه او مسجدونه جوړېږي.
نوموړي زیاته کړه هڅه کوي چارې یې ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.
دغه راز د ملګرو ملتونو د همغږۍ او سیمه ییزي پلان جوړونې مسوله شګفته نواز د لنډمهالې میشتېدنې  کمیټي غړي مولوي شمس الله محمد سره د  نقشې ښه تطبیق او  همغږۍ او همکارۍ په موخه ناسته ترسره کړه.
وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د اجباري شړلو د بشري قوانينو خلاف پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم او کندهار له سپين بولدک بندر څخه زرګونه کسان افغانستان ته داخلېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوی په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت له څو ادارو څخه یو کمیسیون جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS