بلخ کې د نباتي غوړیو د پروسس او تصفیې فابريکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

mail-admin
Sat, Oct 28 2023 1:44 PM
بلخ کې د نباتي غوړیو د پروسس او تصفیې فابريکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۶  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
بلخ کي د مفیدګروپ شرکت له لوري د ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نباتي غوړیو د پروسس او تصفیې فابريکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د بلخ د کرنې، ابو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شمس الله خالد، د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رییس قاري امیرمحمد متقي، د سوداګرۍ او پانګوني خونې رییس اسدالله اسدي، د معادن خونې رییس امام الدین سنايي زاده، سوداګر، بزګرانو او د سیمې اوسېدونکو برخه اخیستې وه.
د غونډې په پیل کې د مفیدګروپ شرکت په استازیتوب حاجي محمدافضل افضلي خبرې وکړې او د دې فابريکې اړوند یې بشپړ معلومات وړاندي کړل، دهغه په خبره یې د دې فابریکې لومړی برخه د چرګانو د دانو تولید، دوهمه برخه د حیواناتو او کبانو د دانې تولید او درېیمه برخه، چي نن یې د جوړېدو چاري عملاً پیل شوې، د غوړیو د پروسس او تصفیې برخه ده، په یاده برخه کي به د غوړیو بستنه بندي، د غوړیو لپاره بوتلونه او یوشمېر نور اړین توکي شامل دي، چي د ۷۵ میلیونه افغاینو په لګښت به د ۶ میاشتو په موده کي جوړه شي.
وروسته د بلخ د کرنې، ابو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شمس الله خالد په خپلو خبرو کې د مفیدګروپ شرکت له مسؤل څخه مننه وکړه، چې  په خپل هېوا کې یې دا ډول لویه لاسته راوړنه کړې او په خپل هیواد کي د ابادۍ او پرمختګ لپاره پانګونه کوي، نوموړي زیاته کړه: "دا هېواد د پرمختګ لپاره قوي کرنې ته اړتیا لري، نو په همدې موخه زموږ بزګران باید وخت په وخت وهڅول شي، د همدې تجارانو له لوري د دوی توکو ته نړیوال او داخلي بازار موندنه ووشي، الحمدالله د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره شکر امنیت پوره راغلی، د ټولو سوداګرو امنیت ته پوره پاملرنه شوې، نو ټول باید په کډه د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره کار وکړو."
 د سوداګرۍ او پانګونې رییس اسدالله اسدي او د معادن خوني رییس امام الدین سنايي زاده د خپلو خبرو په پیل کي وویل، په تېرو ۴۵ کلونو کي د سوداګري او صنعت په برخه کي هیڅ کار ندی شوی او تېرو حکومتونو یوازي هر څه د خپلو شخصي ګټو لپاره کولو، خو الحمدالله د اسلامي امارت په راتګ سره، صنعت او سوداګري ته په پراخه کچه کار شوی، سوداګر او بزګران تشویق شوي، د کرنې د پرمختګ لپاره باید توجه زیاته شي، بزګرانو سره د اصلاح سوو تخمونو، کرنیزو درملو او عصري ماشینونو په برخه کي همکاري وشي.
د غونډي له پای ته رسېدو وروسته د مسؤلینو له لوري د نباتي غوړیو د پروسس او تصفیې فابريکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه او چاري یې د دُعا په ویلو سره پېل شوې.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS