تخار کې د غوښینو چرګانو روزنې پنځوس ۵۰۰ قطعه یې فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
Sat, Sep 07 2019 3:54 PM
تخار کې د غوښینو چرګانو روزنې پنځوس ۵۰۰ قطعه یې فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۶ وږی ۱۳۹۸

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ددې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له لارې په تخار ولایت کې د غوښینو چرګانو پنځوس ۵۰۰ قطعه یې فارمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.

په شمال ختېځ زون کې د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي برنامې تخنیکي مسوول محمدغلام ملاخیل وایي، چې دغه فارمونه هریوه یې د ۵۰۰ غوښینو چرګانو د روزنې وړتیا لري، چې هر ۴۰ ورځې وروسته حاصل ورکوي. هغه وویل، ددغو فارمونو هر یوه چرګ د ۴۰ ورځو په ترڅ ۲.۲ کیلو ګرامه وزن نیسي.

د ملاخیل په خبره فارم لرونکي له دغو فارمونو څخه ښه عواید تر لاسه کوی.

په ورته وخت کې د تخار والي عبدالحق شفق وایي، چې د دغو فارمونو جوړول د کارموندنې ترڅنګ د چرګانو د غوښو د تولید په برخه کې یاد ولایت ځان بساینې ته نږدې کوی او ددې ولایت ګاونډ ولایتونه هم کولای شي، چې له دغو فارمون څخه ګټه پورته کړي.

دغه فارمونه د کابو ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنې وزارت له خوا جوړي شوي دي. د یادو فارمونو په جوړول کې د فارم لرونکو ونډه ۵۰ سلنه ده.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS