لغمان کې پر ۶ زره او ۵۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو  وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
Wed, Oct 25 2023 9:50 AM
لغمان کې پر ۶ زره او ۵۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو  وېش لړۍ پیل شو

د  لغمان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي ملاتړ او د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر شپږ زره او ۵۰۰ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
ددغو مرستو د وېش لړۍ په پيل غونډه کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن، د کرنې وزارت پلاوی فواد احمدزی، محمد جبیر عزیزي، د اکشن ایډ ولایتي مسوول روح الله درویش او یوشمېر نور چارواکو ګډون کړی وو.
د لغمان دکرنې رییس الحاج محمد ولي محسن د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال پروګرام له مرستو د مننې ترڅنګ له هغوی وغوښتل، تر څو بزګرانو ته په دغه ولایت کې د مرستو لمن وغځوی، ترڅو د لیرې پرتو ولسوالیو بزګران هم ترې برخمن شي.
ښاغلی محسن وویل، چې دغه مرستې د لغمان ولایت دمرکز مهترلام ترڅنګ د دې ولایت علینګار، علیشنګ، دولت شاه، قرغیو او بادپښ ولسوالیو پر بزګرانو وېشل کېږي، چې له دې ډلې د مرکز مهترلام پر ۱۴۰۰، د علینګار پر ۱۴۰۰، د علیشنګ په ۱۴۰۰، د دولت شاه پر ۹۰۰ او د قرغیو پر ۵۰۰ بزګرانو پر هر بزګر ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو  توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره وېشل کېږي. 
په همدې حال کې د لغمان د کرنې او مالدارۍ رییس ګټه اخیستونکو ته په خطاب کې وویل، چې وېشل شوی تخمونه په خپل وخت د کرنې ریاست له لارښوونې سره سم وکري.
باید وویل شی یاد بزګران د سروې له مخې اړمن پېژندل شوی وو چې د مرستو تر څنګ ورته د کرکیلې اړوند لازمې لارښوونې هم شوی دی،په یادو مرستو کې 
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS