د کرنې د ودې په موخه د غور ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه او خبرې اترې

mail-admin
Tue, Oct 03 2023 10:44 AM
د کرنې د ودې په موخه د غور ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه او خبرې اترې

۱۱ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۸ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري غور ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت له رییسانو، ولسوالانو او نظامي چارواکو سره د یوې غونډې په ترڅ کې دیاد ولایت د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او بڼوالۍ پراختیا او د اسلامي امارت د بنسټونو د پیاوړتیا په موخه خبرې اترې وکړې.
یاده غونډه د غور ولایت د کنفرانسونو په تالار کې د غور ولایت والي ملا احمدشاه دین دوست، امنیه قوماندان مولوي صدیق الله شاهین، د استخباراتو مرستیال مولوي کامران اغا او د غور د مرستیال والي مولوي روح الله طریقت په حضور کې دائره شوې وه.
د غونډې په پيل کې د غور والي د کرنې وزير او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د غور د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راوستل په کرنه او مالدارۍ پورې تړللي وبلل او په دې برخه کې د چارواکو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورپسې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري خبرې وکړې او د کرنې او مالدارۍ د ودې او د خلکو د اقتصاد د لوړولو په برخه کې یې د امارت ژمنه اعلان کړه: «د افغانستان خلک د بهرنیانو د اشغال او تېري په دوره کې د دوی پر وړاندې ودرېدل او بریالۍ شول، په همدې توګه دوی د قومندانانو په تخریبي او ویجاړونکو جګړو کې هم بریالۍ شول او دا مهال په یوه متحد نظام او متحد ملت کې ژوند کوي، ددې نظام د پیاوړتیا په پار باید کار وکړو او تاسو مسوولیت لرئ چې د خلکو لپاره صادقانه او مخلصانه چوپړتیاوې وړاندې کړئ.»
همدارنګه د کرنې وزیر د جهاد په دوره کې د امارتي ځواکونو سرښندنې، هلې ځلې، کړاوونه او ستونزې یاد کړل او په ورته وخت کې یې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د لا زیاتو کارونو په ترسره کولو ټینګار وکړ، ترڅو خلکو ته د صحي خوړو په برابرولو کې مرسته وشي:«که موږ ښه کار وکړو، په نږدې کلونو کې به د خوراکي توکو په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېږو، د دې هېواد ځوانان به اړ نه وي چې د خپلو کورنیو د نفقې لپاره بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي او له ډېرو ستونزو سره مخ شي. ځکه چې موږ ټول نعمتونه لرو، پراخه او حاصلخیزه خاوره، روانې اوبه، مناسب اقلیم، یوازې دا چې موږ د خلکو کار او هڅونې ته اړتیا لرو، زه د بېلګې په توګه ویلای شم چې تېر کال موږ وکولی شو دوه سوه زره د غواوو نسل اصلاح کړو، سږ کال به دا شمېر یو میلیون ته لوړ کړو او په همدې توګه نورو برخو کې هم پلانونه لرو، له تاسو غواړم چې په ولسوالیو کې د کرنې  کارکوونکو سره همکاري او د دوی ملاتړ وکړئ.»
په ورته وخت کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د کرنې وزارت د کاري لومړیتوبونو او د ګاونډیو هېوادونو له اړتیا څخه د افغانستان د خلاصون د لارو چارو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او اعلان یې وکړ، چې د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، ځمکې او ځنګلونو پراختیا په برخو کې منظم او غوره طرحې او پلانونه لري، چې پرله پسې به عملي شي.


دیدار و گفتگوی وزیر زراعت با مسوولان محلی ولایت غور جهت رشد زراعت 
۱1 میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در جریان سفرش به ولایت غور طی جلسه‌ای با روساء، ولسوالان و مسوولان نظامی آن ولایت در مورد انکشاف زراعت، مالداری، آبیاری، باغداری و تحکیم پایه‌های نظام امارت اسلامی بحث و گفتگو نمود.
این مجلس در تالار کنفرانس‌های ولایت غور با حضور ملا احمدشاه دین دوست والی، مولوی صدیق الله شاهین قوماندان امنیه، مولوی کامران آغا معاون استخبارات و مولوی روح الله طریقت معاون والی غور برگزار گردید.
در آغاز مجلس والی غور وزیر زراعت و هئیت همراه شان را خوش آمدید گفت و همچنان تغییر زندگی مردم غور را وابسته به زراعت و مالداری بیان نموده و خواستار توجه به آن شد.
بعد از آن  مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به ایراد سخن پرداخته و از تعهد امارت در راستای انکشاف زراعت و مالداری و بلند بردن اقتصاد مردم خبر داد:" مردم افغانستان در دوره اشغال  و تجاوز خارجی‌ها ایستادگی نموده و پیروز شدند، همین گونه در برابر جنگ‌های خانمان سوز، ویران گر و خود سری‌های قوماندان سالاری نیز موفق شدند و فعلآ در نظام متحد و ملت یک‌پارچه در این ملک زندگی می‌کنند، باید برای تحکیم این نظام کار کرده و شما مسوولیت دارید با خدمات صادقانه و مخلصانه به مردم کار کنید".
همچنان وزیر زراعت از زحمات، تلاش‌ها و جان بازی‌های نیروهای امارت در دوره جهاد یاد کرده و در عین حال تاکید بر کار بیشتر در عرصه زراعت و مالداری جهت فراهم سازی مواد غذایی صحی به مردم کرد "اگر بهتر کار کنیم در سال‌های نزدیک در بخش مواد غذایی به خودکفایی می‌رسیم، دیگر نیازی نخواهد بود که جوانان این ملک بخاطر تهیه نفقه فامیل به کشورهای خارجی مهاجر شوند و به مشکلات فراوان مواجه شوند، چون همه نعمت‌ها را داریم، خاک حاصل خیز و فراوان، آب‌های جاری، اقلیم مساعد، تنها نیاز به کار و تشویق مردم است، می‌توانم به گونه نمونه بگویم در سال گذشته توانستیم دوصد هزار گاو را اصلاح نسل کنیم، امسال این را به یک میلیون می‌رسانیم، همین رقم در دیگر بخش‌ها برنامه داریم، از شما می‌خواهیم که کارمندان زراعت را در ولسوالی‌ها همکاری و حمایت کنید".
در همین حال مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در مورد اولویت‌های کاری وزارت زراعت و راه‌های خلاص شدن افغانستان از محتاجی کشورهای همسایه به حاضران مجلس معلومات داده  و اعلان نمود که طرح‌ها و پلان‌های بهتر و منظمی در بخش‌های انکشاف زراعت، مالداری، آبیاری، اراضی و توسعه جنگلات دارند که یکی پس از دیگری عملی می‌شود.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS