هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه 

mail-admin
Mon, Oct 02 2023 9:29 AM
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه 

د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۶۸مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب سوو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ٦۸مه نوبتي ناسته د کرنې په ریاست کې ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
په دې ناسته کې د ځمکو د غصب مخنیوی او استرداد کمیسیون لخوا رالېږل شوي د ځمکو اړوند د ٣ موضوعاتو اصلاحي راپورونو تحلیل او مطالعه شول، د یادو راپورونو د ځینو برخو د لا ښې اصلاح په موخه مربوطه مسؤلینو ته سپارښتنې وسوې او راتلونکي مجلس ته یې د لاسلیک لپاره د چمتو کولو هدایتونه وشول.
تخنیکي پلاوي همدارنګه په مرکز لښکرګاه کې د پوهنې ریاست اړوند د لب جوی په ساحه کې د ځمکې د غصب موضوع باندې بحث وکړ او تصمیم ونیول سو چې په یاده ساحه کې دې د لا نورو خودسره تصرفاتو او غصب مخنیوئ په پار امنیتي مسؤلینو ته خبر ورکړل سي او د یادو ملکیتونو د غصب څخه د خلاصولو په پار دې یو ګډ پلاوی وګمارل سي.  په نننئ ناسته کې تخنیکي پلاوي د C-2 په ساحه کې د احمدشاه بابا انستیتیوت د ځمکې موضوع وارزول او د یادې ساحې لپاره د لا نورو څیړنو او ارزونو تصمیم ونیول شو. 
په یاده ناسته کې د احمدشاهي مینې توسعوي پلان په اړه د یو شمېر اشخاصو او افرادو سره لیدنې وسوې ، تخنیکي پلاوي راغلو اشخاصو ته سپارښتنه وکړه چې د ولایت محترم مقام سره په همغږئ به د عالي مقاماتو د هدایت مطابق د نظام د اصولو او مقرراتو له مخې د ښار تفصیلي پلانونه تطبیقوي او هیچا ته به د ډلو ټپلو جوړولو او په بیلابیلو نومونو  د امارتي ملکیتونو د غصب او تصرفاتو ددوام اجازه ورنکړل شي.
د ناستې په لړ کې تخنیکي پلاوي تصمیم ونیو ترڅو راتلونکي سه شنبه به د ٢ کاري ګروپونو  په جوړولو سره هغو ولسوالیو ته سفرونه وکړي چې د ځمکو دوسیې یې د غصب مخنیوی کمېسیون لخوا د اصلاح په په موخه تخنیکي پلاوی ته رالېږل سوي دي  او بیا به د خپلو کړنو راپور د ځمکو د غصب مخنیوئ کمیسون سره شریکوي.
تخنیکي پلاوي په وروستیو کې د لسګونو  مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدې او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې یې د اصولي کړنو ډاډ ورکړ.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS