سروبي کې پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ توکي ووېشل شوې
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې افغانستان د بڼوالۍ پراختیایي مؤسسې په همکارۍ د سروبي ولسوالی د انارو پر لسو بڼوالو د بڼوالۍ اړوندو توکو مرستې وېشل شوي دي.
په دغو وېشل شویو توکو کې یوه زینه، یوه لمريزه تخته، ۴۰ سبدونه، کراچی او یوه د میوی ټولولو بکسه شامل دي.
ددې مرستې موخه د بڼوالو ملاتړ او په ټوله کې د عصري بڼوالۍ ترویجول دي.
