د ځمکې غصب مخنیوی کمیسیون رییس د میدان وردګو ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل

mail-admin
Wed, Sep 13 2023 2:45 PM
د ځمکې غصب مخنیوی کمیسیون رییس د میدان وردګو ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل

۲۲ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
دمیدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ځمکو دغصب مخنیوی او بېرته راګرځولو کمیسیون مشر او د عدلیې وزیر  شیخ مولوی عبدالحکیم شرعي، د چارو ادارې رییس او د کمیسیون غړی شیخ مولوی انورالحق، مولوی عبدالمنان عمري دکار او ټولنیزو چارو وزیر او دکمیسیون غړی، مولوی نعماني د ښار جوړولو وزیر او دکمیسیون غړی او د سترې محکمې د دارالانشاء ریس میدان وردګو ولایت ته دسفر په ترڅ کې ددې ولایت والي قاري بختیار معاذ، دکرنې او د غصب د مخنیوي ولایتي تخنیکي کمېټې رییس مولوي عبدالجبار خالد او د ځمکې غصب مخنیوی پلاوی سره په کتنه کې په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو پلاوی د کړنو په هکله خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د میدان وردګو ولایت د کرنې رییس او د ځمکې غصب مخنیوی کمېټې مشر په دې ولایت کې د یادې کمېټې د کړنو، روانو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په هکله د ځمکې غصب کمیسیون مشرتابه ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.
 ورپسې د ځمکو دغصب مخنیوی او بېرته راګرځولو کمیسیون مشر او د عدلیې وزیر  شیخ مولوی عبدالحکیم شرعي د یاد کمیسون کړنې وستایل او د لا بریالیتوب هیله یې وکړه او ډاډ یې ورکړ چې له یاد کمیسیون سره هراړخيزه همکاري کوي. 
یاد پلاوی د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو راګرځول د اسلامي امارت له اساسي دندو او مسؤلیتونو څخه وببل او د غصب د مخنیوي ولایتي  تخنیکي کمېټې څخه یې وغوښتل، چې خپل کارونه په پوره دقت، خلکو ته له شرعي اړخه په قناعت ورکولو او په دې برخه کې د مشرتابه د نويو حکمونو او قوانینو په پلې کولو سره سم په ښه ډول ترسره کړي او یادې کمېټې ته یې په ځینو برخو کې اړینې سپارښتنې هم وکړې.
دوی وویل، چې د غصب مخنیو او په دې اړه خلکو ته پوهاوی ورکول زموږ ټولو اسلامي او ایماني مسؤلیت دی او د ملکي او نظامي ادارو له مسؤلینو یې هیله وکړه، چې د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د راګرځو له ولایتي تخنیکي کمېټې سره همکار پاتې شي.
دغه راز په دې غونډه کې پر یوشمېر نورو موضوعاتو لکه د شکور کاریز او عينو مېنې پر روانو چارو هم خبرې وشوې او ت. څنګ یې له محکمو څخه پر راغلو دوسیو هم خبرې اترې وشوې.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS