د ننګرهار کانال شرکت رییس د مالدارۍ فارم د کارکوونکو ستونزې واورېدل
۱۹ وږي ۱۴۰۲ه.ش
۲۴ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم ددې شرکت اړوند د مالدارۍ فارم له کارکوونکو سره په لیدنه کې د دوی ستونزې او ړاندیزونه واورېدل.
په دې غونډه کې د مالدارۍ فارم د لا پرمختګ، خپل پخواني برم ته بوتلل، ښه والي، د شته غواګانو نسل اصلاح کول، د شېدو کچې زیاتول، شته غواګانو ته منظم خوراک برابرول د لبنیاتو په برخه کې ترډېره برېده د هېوادوالو اړتیاوی پوره کولو او نورو موضوعاتو باندې خبرې اترې وشوې.
په غونډه کې د مالدارۍ فارم امر او شته پرسونل یې د ننګرهارکانال شرکت رییس ته د لا زیات کار او ددغه فارم بهتروالي په موخه د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
باید وویل شي، چې د مالدارۍ دغه فارم په هډې فارم کې په ۱۷ جریبه ځمکه جوړه شوې ده، چې په کې ۲۷۱ سره حېوانات ساتل کېږي، چې له ډلې يې کابو ۵۵ سره غواګانې هره ورځ ۳۰۰ لیتره شېده ورکوي، چې د هېوادوالو خدمت ته وړاندې کېږي .
