د ننګرهار لعلپوري ولسوالی کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
Sun, Sep 10 2023 10:49 AM
د ننګرهار لعلپوري ولسوالی کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

۱۹ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي او د د کلیوالي پراختیا پروژې په تخنکي همکارۍ ددې ولایت د لعلپوري په ولسوالۍ کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې پیل کړي دي.
 د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د لعلپوري په ولسوالی کې د ۷۳ زره او ۴۰۰ ډالرو په ارزښت د  دیو  کانال او سربند د جوړیدو چارې پیل شوي؛  چې په کې  ۲۰۵ متره اوږدوالې لري، پر ۱۷۰ مترو سلبونه،  ۱۷۰ مترو سوپر پسیج،  دوه د اوبو د کنټرول دروازې، ۱۰۰ متره د غاړو دېوالونه  او ۱۷۰ متره کټپ وال او ۶۰۰ مترو پاک کارې په کې شامل دي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې ددې پروژې په بشپړېدو سره به ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه  ځمکه  خړوبه او زرګونو خلکوته به د کار زمینه هم برابره شي.
د مولوی عبدالستار محمد په خبره  ددې پروژې په رغینزو چارو کې هره ورځ له ۳۰ تر ۴۰ تنو پوری فني او غیر فني کاریګر کارکوی، چې د ۳ میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.  
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د یاد کانال په جوړیدو خوښي وښوده او دننګرهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او پروژی له مسولینو څخه مننه وکړه.
 باید وویل شي، چې دکلیوالي پراختیا پروژه د کوکنارو یوه بدیله پروژه ده، چې دکانالونو جوړولو ترڅنګ د بڼوالۍ،  شنوخونو جوړولو،  کرنیزو وسایلو او ګڼو نورو برخو کې د بزګرانو لاسنېوي کوي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS