دخرماوو حاصلاتو زیاتوالي په پار هڅې؛ ننګرهار کې د خرماوو ۶۵ جریبه بڼونه جوړ شوي

mail-admin
Thu, Aug 10 2023 11:50 AM
دخرماوو حاصلاتو زیاتوالي په پار هڅې؛ ننګرهار کې د خرماوو ۶۵ جریبه بڼونه جوړ شوي

۱۹ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي، چې د ننګرهار کانال سیمه کې د خرماوو ترویج په پار د خرماوو ۶۵ جریبه بڼونه جوړ شوي دي، چې په دغو بڼونو کې ۳۹۰۰ اعلی درجه د خرماوو ونې کرل شوي دي.
د چارواکو په خبره ددغو بڼونو له ډلې ۲۵ جریبه یې چې شاوخوا ۱۲۰۰ د خرماوو بڼونه په کې دي نږدې یونیم کال وړاندې او پاتې ۴۰ جریبه نور یې لسیزه وړاندې جوړ شوي دي، چې تر پرله پسې حاصل ورکونې وروسته یې حاصلات په زیاتېدو دي.
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې کانال اړوند د ځمکو په څه باندې ۴۰ جریبه کې د خرماوو بڼونه جوړ شوي دي، چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته نږدې ۲۵ جیبه نور بڼونه هم جوړشول، چې شپږ ډوله خرما په کې شتون لري.
خرما په ننګرهار کې ښې پایلې ورکوي. خرما هغه نبات دی، چې په شګمنو ځمکو کې ښه وده کوي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS