لغمان کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
Wed, Aug 09 2023 11:08 AM
لغمان کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي او د سولې بنیاد مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د قرغیو په ولسوالی کې د ۱۰۵۰ متره کانال او سربند پروژې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
د چارواکو په خبره ددې پروژې ټولیز لګښت ۶۸ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي، چې په پروژه کې شامل سربند او کانال په پاخه او اساسي ډول روغول شوي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن، د اقتصاد رییس مولوي جان محمد حامد، د سولې بنسټ مؤسسې ولایتي مسؤل محمدحارث رضا، دیادې سیمې قومی مشرانو، بزګرانو، ځوانانو، او د همکارې مؤسېسې مسؤلینو شتون درلود.
د سولې بنسټ مؤسسې ولایتي مسوول وویل، چې یاده پروژه کې د ۱۰۵۰ مترو په اوږدوالی کانال او سربند شامل دي، چې د اوبوکنټرول په پار ۱۸ دروازې لري او په ۷۲ کاري ورځو کې د ۶۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت په پاخه او اساسي ډول رغول شوی دی، چې ورسره ۵۷۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبېږي.
په همدې حال کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمد ولي محسن د  تطبیق کوونکي پروژې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د پروژې دچارو په بشپړېدو کې خپلې هڅې ترسره کړي، په ورته وخت کې محسن د سیمې له خلکو وغوښتل چې د پروژې په ساتنه کې بشپړه همکاري وکړي نوموړی د سیمې خلکو ته ډاډ ورکړ چې هڅه کوي ترڅو د همکارو مؤسسو له لارې د اوبولګولو پروژو سربېره د سبو او غله جاتو په برخو کې داصلاح شویو تخمونو دتوزیع پروګرامونه پلي کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS