د ننګرهار ولایت د ځنګلونو خوندیتوب او ساتنې په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
Sun, Aug 06 2023 2:48 PM
د ننګرهار ولایت د ځنګلونو خوندیتوب او ساتنې په موخه غونډه دائره شوه

١۵ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
١۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او ورسره مل پلاوي د ځنګلونو د خوندیتوب او ساتنې په موخه د سیمه ییزو چارواکو او مخورو سره د همغږۍ رامنځته کولو په موخه د ولایتي سفرونو په لړ کې ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت والي ملا محمد نعیم اخوند د ننګر مرستيال والي، مسوولينو او د ننګرهار د سيمه ييزو مخورو او ولسوالانو په ګډون غونډه دائره کړه.
په دې غونډه کې حاجي ملا محمد نعیم اخند ننګرهار ولایت ته د کرنې وزیر او ورسره مل پلاوي د سفر هرکلی وکړ او د ننګرهار ولایت د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو هوارولو په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې یې د کرنې وزیر ته د ستونزو د حل په موخه مشخص وړاندیزونه وکړل او په ننګرهار ولایت کې یې د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
په دې ناسته کې د ننګرهار ولایت د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشرانو او مخورو د کرنې له وزیر څخه د ځنګلونو د وهلو پر وړاندې د بدیل ایجاد، د اوبو د بندونو جوړول، د شنو خونو جوړول او د مالدارۍ د نویو نسلونو او کرنیزو اصلاح شویو تخمونو دترویج په اړه خپلې غوښتنې مطرح کړي او د کرنې وزارت لخوا یې د تطبیق غوښتنه وکړه.
د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د وروستیو لسیزو جګړو د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د وروسته پاتې والي لامل وبلل او زیاته یې کړه:« د دې ناستې موخه له والي، مشرانو او سیمه ییزو مخورو سره له نږدې خبرې کول او د هغوی د ستونزو اورېدل او د حل لارې موندل دي، ترڅو د هېواد د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، طبیعي زېرمو او ځمکو حالت په مثبت لوري بدل کړو او د هېواد اقتصاد له وارداتي هغه صادراتي او پر ځان بسیاینې ته ورسېږي.»
 د کرنې وزیر دغه راز د ځنګلونو پر ارزښت هم خبرې وکړې او د ننګرهار له سیمه ییزو چارواکو او مخورو څخه یې وغوښتل، چې د ننګرهار ولایت د ځنګلونو په ساتنه کې له کرنې وزارت سره همکاري وکړي.
ښاغلي عمري د تېر کال په پرتله د کرنې وزارت د پراختیايي بودیجې د زیاتوالي په اړه وویل:« تېر کال له دې امله چې موږ نوي راغلی وو او د کرنې په وزارت کې مو پوره تجربه او بودجه نه درلوده، لږ کار وشو؛ خو سږ کال د کرنې وزارت د هېواد کروندګرو، بڼوالو او مالدارانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کافي بودیجه په پام کې نیول شوی دی، چې انشاالله سږ کال به ښې پروژې پلې شي، نو له تاسو څخه هیله کوو چې په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړئ. په هر هغه سکتور کې چې تاسو ورسره ستونزه لرئ، په ځانګړې توګه د اوبولګولو سکتور کې، ځکه چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د هېواد د اوبو د مدیریت او کنټرول لپاره د ادارې لپاره ځانګړې بودیجه ځانګړې کړې ده.
په دې غونډه کې د ننګرهار د کرنې رييس، د ننګرهار د کانال رييس، د ځنګلونو د چارو رييس، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رييس او د کرنې وزارت د مقام سلاکار هم حضور درلود.

برگزاری نشستی به منظور حفاظت از جنگلات ولایت ننگرهار
۱۵ اسد ۱۴۰۲ ه‍.ش 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراهش به سلسله سفرهای ولایتی به منظور ایجاد هماهنگی  با مسوولان و متنفذین محلی جهت حفاظت از جنگلات به ولایت ننگرهار سفر کرده  و نشستی را با ملا محمد نعیم آخوند  والی، معاون والی ننگرهار، مسوولان و متنفذین محلی و ولسوالان ولایت ننگرهار برگزار کرد.
 در این نشست حاجی ملا محمد نعیم آخند تشریف آوری وزیر زراعت و ه‍یئت همراهش را به ولایت ننگرهار خیر مقدم گفته و پیشنهادات مشخصی را در بخش‌های زراعت، آبیاری و مالداری به هدف حل مشکلات دهقانان و مالدارن ولایت ننگرهار به وزیر زراعت بیان کرده و خواستار انجام آن در ولایت ننگرهار شد.
در این نشست بزرگان و متنفذین محلی ولسوالی‌های مختلف ولایت ننگرهار در خواست‌های‌شان را مبنی بر ایجاد بدیل‌های معیشتی قطع جنگلات، ایجاد بندهای آبگردان، ایجاد سبزخانه، ترویج نسل‌های جدید مالداری و تخم‌های بذری اصلاح شده و سایر بخش‌ها به وزیر زراعت بیان کرده و خواستار تطبیق آن از سوی وزارت زراعت شدند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت است آبیاری و مالداری جنگ‌های چند دهه اخیر را عامل عقب‌مانی زراعت و مالداری افغانستان دانسته افزود «هدف از برگزاری این نشست این است که با والی صاحب و بزرگان و متنفذین محلی از نزدیک صحبت نماییم و مشکلات‌شان را بشنوم و راه حل‌های آن را دریابیم تا وضعیت زراعت، مالداری، آبیاری، منابع طبیعی و اراضی کشور را به سمت مثبت تغییر بدهیم و اقتصاد کشور از حالت وارداتی به حالت خودکفایی و صادراتی برسد».
وزیر زراعت همچنان پیرامون اهمیت جنگلات صحبت کرده و از مسوولان و متنفذین محلی ننگرهار خواست تا در حفاظت از جنگلات ولایت ننگرهار با وزارت زراعت همکار باشند. 
آقای عمری از افزایش بودیجه انکشافی وزارت زراعت نظر به سال قبل سخن زده گفت « در سال گذشته چون ما تازه آمده بودیم و تجربه و بودیجه کافی در وزارت زراعت نداشتیم کارهای کمی صورت گرفت؛ اما امسال وزارت زراعت بودیجه کافی برای خدمت رسانی برای دهقانان، مالداران و باغداران کشور در نظر گرفته شده كه انشالله  با آن پروژه‌های خوبی در سال جاری تطبیق خواهد شد بنا از شما می‌خواهیم که در هر بخشی که مشکل دارید با ما شریک نمایید خصوصا بخش آبیاری چون از سوی رهبری امارت اسلامی افغانستان بودیجه اختصاصی برای ادارات جهت مدیریت و کنترل آب‌های کشور در نظر گرفته شده».
در این نشست رییس زراعت ننگرهار، رییس کانال ننگرهار، رییس تنظیم امور جنگلات، رییس اطلاعات و آگاهی عامه و مشاور مقام وزارت زراعت نیز حضور داشتند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS