پکتیا کې د کانګو تبې د مخنیوي په موخه کمپاین پیل شو

content_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۱۷:۳
پکتیا کې د کانګو تبې د مخنیوي په موخه کمپاین پیل شو


۲۱ چنګاښ ۱۴۰۰
د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په یاد ولایت کې د کانګو تبې «CCHF» د مخنیوی په موخه کمپاین پیل شو.
د پکتیا د کرنې رییس محمد دین مومند وویل، چې د دې کمپاین په لړ کې به د پکتیا ولایت اړوند د ځینې سیمو څاروی، دڅارویو د اوسیدلو ځایونه (غوجلې) او د څارویو منډوي دواپاشي کېږي او ترڅنګ یې مالدارانو ته د حفظ الصحې په هکله معلومات هم ورکول کېږي، ترڅو دیادې ناروغۍ دمخنیوي په موخه ورڅخه ګټه پورته کړي. د دې ترڅنګ د کانګو تبې د مخنیوی په موخه ددې لایت خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکول وکېږي.
د کانګو تبه یو وېروسي ناروغي ده، چې د حشرو، کنو او خځندو او یا هم د څارویو له لارې انسانانو ته لېږدي. د غه تبه په څارویو او انسانانو کې یوه ګډه ناروغي ده، چې ډېری وخت له څارویو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي او کله نا کله د انسانانو د مړینې لامل هم کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۳۱
Background image

ننګرهار کې د سرو املوکو حاصلات څه باندې ۱۲ سلنه زیات شوي

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او بڼوالو ته د کرنیزو سپارښتنو په پایله کې، سږ کال په شپږو ولسوالیو کې د سرو املوکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۲۹
Background image

دهلمند په نادعلي کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ،«د اف‌جي‌اې» مؤسسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوال سازمان په مالي همکارۍ، د هلمند ولایت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۹:۴۷
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خزاني نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او همکارو مؤسسو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خزاني نندارتون د جوړېدو په موخه، د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي احمدالله اتل او د خصوصي. . .

بازگشت