د کونړ ولایت د کرنې رییس سره د کرنې وزیر لیدنه
۱۱ زمری ۱۴۰۲ه.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او ورسره پلاوي کونړ ولایت ته سفر وکړ او د کونړ ولایت د کرنې له رییس او مسوولینو سره یې وکتل.
په دې کتنه کې د کرنې وزیر وویل، چې کونړ ولایت ته یې د سفر موخه د ځنګلونو د وهلو مخنیوی او د کونړ ولایت له سیمه ییزو چارواکو او مخورو سره لیدنې دي او د کرنې ریاست کارکوونکو ته یې لارښوونه وکړه چې په ټول توان سره د ځنګلونو د وهلو مخنیوی وکړي او هلې ځلې وکړي، چې د ځنګلوالۍ ټولنې د پیاوړتیا په پار دې هلې ځلې وکړي او خلکو ته د ځنګلونو د اهمیت په پار عامه پوهاوی ورکړي ترڅو دکونړ ولايت اوسيدونکي وکولای شي د ځنګلونو په ساتنه کې ونډه واخلي.
په دې کتنه کې د کونړ ولايت د کرنې رییس مولوي شير اغا پير حبيب الرحمن د کونړ ولایت درنې ریاست د کارونو او لاسته راوړنو راپور د کرنې وزير ته وړاندې کړ او ژمنه يې وکړه، چې په ټولو شته امکاناتو سره به د ځنګلونو د وهلو مخه ونيسي.
په دې سفر کې د ننګرهار د کانال رييس مولوي غلام رحمان کظیم، د ننګرهار د کرنې رييس مولوي عبدالستار، د لغمان د کرنې رييس مولوي محسن عمر، د اطلاعاتو، عامه پوهاوی رييس او د کرنې وزارت وياند مولوي مصباح الدين مستعین، د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس محمد امان امانیار او د کرنې وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیانی د کرنې وزیر ملتیا کوله.
دیدار وزیر زراعت با رییس زراعت ولایت کنر
۱۱ اسد ۱۴۰۲ ه.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراه شان به ولایت کنر سفر کرده و با رییس و مسوولان زراعت ولایت کنر دیدار کرد.
وزیر زراعت در این دیدار هدف سفرش به ولایت کنر را جلوگیری از قطع جنگلات و دیدار با مسوولان و متنفذین محلی ولایت کنر عنوان کرده و به کارمندان ریاست زراعت هدایت داد با تمام توان از قطع جنگلات جلوگیری نمایند و تلاش نمایند انجمنهای جنگل داری را تقویت کرده و در مورد اهمیت جنگلات به مردم آگاهی دهی کنند تا باشندهگان ولایت کنر در حفاظت از جنگلات سهیم گردند.
در این دیدار مولوی شیر آقا پیر حبیب الرحمن رییس زراعت ولایت کنر گزارش کارکرد ها و دستاوردهای ریاست متذکره را به وزیر زراعت اراییه کرده و تعهد سپرد که با تمام امکانات موجود از قطع جنگلات جلوگیری مینمایند.
در جریان این سفر مولوی غلام الرحمن کظیم رییس کانال ننگرهار، مولوی عبدالستار رییس زراعت ننگرهار، مولوی محمد ولی محسن رییس زراعت لغمان، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات، آگاهی عامه و سخنگو وزارت زراعت، محمد امان امانیار رییس جنگلات وزارت زراعت، میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت وزیر زراعت را همراهی میکنند.