کندهار کې هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ سوه ټنه د چرګانو دانه توليدېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۶:۲
کندهار کې هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ سوه ټنه د چرګانو دانه توليدېږي

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دغه ولایت کې اوس‌مهال د چرګانو د دانې تولید نهه کارخونې فعالیت لري، چې په مرسته یې د کندهار ولایت له دې درکه ځان بسیاینې ته نږدې شوی.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، د چرګانو دانه چې مخکې له ګاونډیو هېوادونو څخه واردېده او ډېری وخت به یې چرګانو ته د ګټې پر ځای زیان رساوه، اوس یې واردات بند شوي دي. اوس نه یوازې کندهار کې فارم‌لرونکي له یادې ستونزې خلاص شوي، بلکې دلته په ټيټه بیه ښه کیفیت لرونکې دانه تولیدیږي، چې دغه ولایت کې د کارولو سربېره د هېواد ډېر شمېر نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت اړوند متخصص ډاکټر توریالي آغا وویل: «موږ اوس کندهار کې د چرګانو د غذايي توکو نهه فابریکې لرو، دا فابریکې د هېواد ډېرو ولایتونو ته تولیدات ورکوي.»
د هغه په خبره، دغه ولایت کې د چرګانو د دانې تولید د اوس لپاره د قناعت وړ دی او هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ سوه ټنه د چرګانو دانه توليديږي او په مناسب کیفیت او ټیټه بیه بازار ته وړاندې کېږي. 
د یادونې ده، له دې مخکې کندهار ته له پاکستانه د چرګانو دانه راوړل کېده، چې د مسوولینو په وینا، بې‌کیفیته به وه او ډېری وخت به یې چرګانو ته زیان رساوه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۵۰
Background image

بلخ کې د شنوخونو لرونکو سره د چارچي درملو شیندلو پمپونو مرسته وشوه

۱۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري ددې ولایت پر یو شمېر شنوخونو لرونکو د چارچي درملو د شیندلو پمپونو مرسته ترسره شوه.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۳۷
Background image

ننګرهار کې د سرو املوکو بڼونه پراخ شوي، سږ کال د څه باندې څلور زره مټریک ټنه حاصل اټکل شوی

۱۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې د سرو املوکو بڼونه جوړ شوي چې د اټکل له مخې به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۳۵
Background image

د خوست ګربزو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت په ګربزو ولسوالی کې د کرنې ریاست په همکارۍ د (او.آر.ډي) مؤسسې له لوري د ۵۰۰ مستحقو بزګرانو د پېژندلو سروې روانه ده، څو هغوی ته. . .

بازگشت