فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه
٢۴ تله ۱۴۰۳ه.ش
۱۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د فراه د کرنې، ابولګولو او مالداری رییس مولوی شاه محمد حاجي سروري په مشرۍ د کرنې، ابولګولو او مالداری ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د فراه کرنې،ابولګولو او مالداری رییس لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرو غونډو دپریکړو دتطبيق ارزونه وکړه او د فراه ولایت د تخنیکي کمېټې هلې ځلې او فعالیتونه یې وستایل.
د غونډی په ترڅ کې د فراه مرکز اړوند سیمي کاریز نو، کاریز عبدالله شیر، دارآباد بالا او دارآباد پایین، جوین ولسوالی کوګه کلې، ګلستان ولسوالی کاریز اسد سیمه، فراهرود ولسوالی، ارزو اوبرزو، پرچمن ولسوالی برفشار کلی او بکواه ولسوالی سیاه قلعه او سیاوو بابا سیمې پر موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شوې.