د پکتیا زرمت کې د اوبولګولو کانال رغنیزې چارې پیل شوې
١٩ تله ۱۴۰۳ه.ش
٧ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د پکتيا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په زرمت ولسوالی کوتیخېلو کې د څه باندې دری ميلونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو کانال د جوړولو چارې پیل شوې.
د یاد کانال جوړولو د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي، د کرنې ریاست مشاور، د یاد ریاست کارکوونکو، د پاملرنې موسسې استازو، دیادې ولسوالی قومي مشرانو او بزګرانو ګډون کړی وو.
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس سید امین هاشمي د ډبرې اېښودو پر مهال د زرمت ولسوالی کوتیخیلو کلي اوسیدونکو ته د یاد کانال د چارو د پیل مبارکي ورکړه، او ویې ویل دغه کانال د ۳۰۰ مترو په اوږوالي د کرنې ریاست اړوند د پاملرنې نړۍوالې موسسې په همکارۍ او د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام په مالي ملاتړ د څه باندې درې میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې نیمې میاشتې په موده کې جوړېږي، چې په جوړېدو سره به یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
ښاغلی هاشمي زیاته یې کړه، دا چې بزګران د هېواد آبادونکي دي، نو موږ هم هڅه کوو، چې د دوی د کرنیز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اړینې پروژې پلې کړو.
ښاغلي هاشمي دغه راز وویل، چې د کانال د جوړېدو په چارو کې به د سیمې۷۵ تنه اوسیدونکو ته به ۴۵ کاري ورځو فرصتونه برابر شي، او تر څنګ په یاده سیمه کې د ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه د اوبو ضایعاتو مخه ونیول شي او بزګران به د کرنیزو ځمکو د اوبولو په برخه کې هوسا شي.
په همدې حال کې ځايي اوسیدونکي او کروندګر دا کانال د خپلو کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره خورا ګټور بولي او د ورته کانالونو، اوبو بندونو ، محافظوي دېوالو او نورو رغنیزو پروژو پر تطبیق ټینګار کوي.