د کرنې وزارت د عشر او زکات د راټولولو او انسجام رئیس د هلمند ولایت کرنې رئیس سره وکتل
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات د راټولولو او انسجام رئیس مفتي برهان الدین برهاني د هلمند ولایت کرنې رئیس مولوي نیازمحمد وهاج سره په هلمند کې وکتل.
په دې ناسته کې د عشر او زکات د چارو د پرمخ وړلو وضعیت او شته ستونزې وڅېړل شوې.
مفتي برهاني په ناسته کې د خپل سفر موخه په هلمند کې د عشر او زکات د راټولولو د ستونزو ارزونه، له ولایتي مسئولینو سره کتنې، او د ترسره شویو چارو نظارت وباله. هغه د هلمند له ولسونو څخه د عشر او زکات د ورکړې په برخه کې د دوی اخلاص ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه پروسه یو الهي امر دی چې په ښه ډول عملي شوې ده.
د هلمند کرنې رئیس، مولوي نیازمحمد وهاج، د وزارت له دوامداره همکاریو مننه وکړه او د راغلي پلاوي د هڅو ملاتړ یې څرګند کړ. هغه ډاډ ورکړ چې په هلمند کې د عشر او زکات د راټولولو پروسه کې به د لا زیات پرمختګ لپاره له مسؤلینو، علماء کرامو او مخورو سره نږدې همکاري وکړي.