د لوګر دکرنې ریاست: د روان ١٤٠٣ کال له پیل څخه تر دې دمه نږدې ٥ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې یاد ریاست د روان ۱۴۰۳ یم کال له پیل څخه تر دې دمه نږدې ۵ میلینه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د عواید چارو تنظیم آمر قاري عبدالبصیر شاهد وویل؛ چې یاد عواید د لوګر له مرکز او شپږو ولسوالیو څخه راټول شوي دي.
د نوموړي په وینا؛ راټول شوي عواید د عشر او زکات، ځمکو د اجارې او ځینو نورو برخو څخه ترلاسه شوي دي.
د ویلو وړ ده، چې د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست تېر کال هم شاوخوا ٣٣ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي وو.