دکرنې وزارت له خوا ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته د زابل په ولایت کې ځمکه انتقالېږي
۹ تله ۱۴۰۳ه.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست چارواکي وایي، چې د زابل په ولای تکې د باروړونکو موټرو د ترمينالونو د جوړولو په موخه د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته ځمکه انتقالېږي.
په همدې موخه ناسته کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ په مقام کې جوړه شوې وه د کرنې وزارت د ځمکو لوی رییس مولوی محمود مظلوم او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پروژو د پلانګذاری د تحقیق او تطبيق رییس داکتر رستم حفيظیار ګډون درلود.
یاده ځمکه د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د (۱۹۶) ګڼې ۱۹/۱۱/۱۴۴۵ نېټې وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۵۸۷۹) ګڼې ۱/۱۲/۱۴۴۵ نېټې حکم په اساس زابل ولایت مرکز کې په (۱۰۷.۵) جريبه ځمکه باندې د بار وړونکو موټرو د تم ځايونو، د تيرپارکونو او په ياد ولايت کې د دغه څانګې د تعمير د جوړولو په موخه د اراضۍ لوی رياست لخوا ترانسپورټ او هوايې چلند وزارت ته انتقالېږي.
د یادې ځمکې د لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوی سید محمد سعید او د ترانسپورت او هوايي چلند د پروژو د پلانګذاری د تحقیق او تطبيق رییس داکتر رستم حفيظیار د ترمنځ لاسلیک شو.