خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه
٢۳ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۳۰ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د غونډې په پیل کې د تيرې غونډې په ځينو مهمو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې.
دغه راز په دې غونډه کې د یوشمېر عارضینو پر دوسیو د خبرو اترو ترڅنګ له یوشمېر کسانو سره د دوی د اړوندو موضوعاتو په هکله خبرې وشوې.
همداراز د تخنیکي پلاوی مشرانو ترمنځ د راتلونکي غونډې په هکله د یو شمېر اړینو موضوعاتو او سیمو ته د سفر په ارتباط ازادې خبرې اترې وشوې، چې په اړه به یې لازمې پرېکړې ووشي.
په همدې حال کې د تخنیکي پلاوي دویم ګروپ د اسمعیل خیلو اړوند ډډوالو کلي ته لاړ، چې هلته یې د ډډوالو قوم د هدیرې موضوع له نیږدې مشاهده کړه او د یادې ځمکې یې کروکي، سکیج،مساحت او حدود اربعه په دقیق ډول واخیستل شول چې په اړه به یې لازمې کړنې ترسره شي.
باید وویل شي، چې د خوست ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.