هلمند کې د ځنګلونو وهنې او د قاچاق د مخنیوي په پار هلې ځلې
١۴ لړم ۱۴۰۲ه.ش
٢۱ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې دکرنې وزارت د هدایت پر اساس په دې ولایت کې د ځنګلونو وهنې او لرګیو قاچاق د مخنیوي په پار هلې ځلې چتکې شوي دي. د دغو هلوځلو په دوام د هلمند ناوې ولسوالی کې دوه تنه د ځنګلونو د پرې کولو په تور ونیول شول
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت کارکوونکو دناوې په ولسوالی کې دوه تنه د یادې ولسوالی د دویمې امنیتي حوزې په سیمه کې د امنیتي مسولینو په همکارۍ د ځنګلونو د قطع کولو په جرم ونیول او اړوند عدلي او قضایي ارګانو ته ور وپېژندل شول.