د کابل موسهي کې پر ۳۵۷ بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو
١۴ لړم ۱۴۰۲ه.ش
٢۱ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د کابل ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي ملاتړ او د اسلامیک ریلیف مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت دموسهي ولسوالی پر ۳۵۷ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
د چارواکو په خبره ددغې پروسې له لارې پر ۳۵۷ مستحقو بزګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي.
باید وویل شی یاد بزګران د سروې له مخې اړمن پېژندل شوی وو چې د مرستو تر څنګ ورته د کرکیلې اړوند لازمې لارښوونې هم شوی دی،په یادو مرستو کې هر بزګر ته ۲۵ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۲۵ کیلو توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره وېشل کېږي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.