نورستان کې پر نږدې پنځه زره بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو
١٣ لړم ۱۴۰۲ه.ش
٢٠ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د نورستان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي ملاتړ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر ۴۶۸۵ زره مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
دغه پروسه د نورستان ولایت مرکز پارون څخه دسيمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شو.
د چارواکو په خبره ددغې پروسې له لارې د دې ولایت په مرکز او یوشمېر ولسوالیو پر ۴۶۸۵ مستحقو بزګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي.
باید وویل شی یاد بزګران د سروې له مخې اړمن پېژندل شوی وو چې د مرستو تر څنګ ورته د کرکیلې اړوند لازمې لارښوونې هم شوی دی،په یادو مرستو کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره وېشل کېږي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.