خوست کې د اوبولګولو د دوو پروژو چارې روانې دي
١٣ لړم ۱۴۰۲ه.ش
٢٠ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغان پرمختيايي مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت داسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالی اړوند دمقبل خيدر خېلو ویالې رغنیزې چارې پیل شوي دي.
د چارواکو په خبره دغه ویاله پخوا تخريب شوې وه او بزګران يې له سختو ستونځو سره مخامخ کړي وو.
دغه راز ددرويخېلو ويالې چارې څو ورځې مخکې پیل شوي وې، چې ۳۰ متروپه اوږدوالی دوه متره په سور او ۱/۲۰ سانتي مترو په لوړوالي سره يي چارې په اساسي ډول روانې دي.
ددغو پروژو د پلي کولو موخه د اوبو ضایعاتو مخنیوی، بزګرانو ته پر وخت اوبو برابرول او په ټوله کې د اوبو مدیریت دي.