د هلمند ناوه مېش کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت د ناوه ومېش ولسوالی پر ۱۰۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوی دی.
ددې مرستې په لړ کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره ورکول کېږي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.