پکتیکا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه
۲۶ تله ۱۴۰۳ه.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
پکتیکا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د تخنیکيی پلاوی کفیل او د عدلیې رییس قاري شکرالله احمد لارښوونکې وینا ویلو ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو اترو تڅنګ د خلکو عریضې او دوسیې و څېړل شول او لازمې پرېکړې وشوې.
باید وویل شي، چې د پکتیکا ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.