هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه
۱۰ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۱۷ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۷۵مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۷۵مه نوبتي ناسته د کرنې په ریاست کې ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
نن ورځ سه شنبه د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب سوو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ٧٥مه نوبتي غونډه د الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي صاحب په مشرئ ترسره کړه.
تخنیکي پلاوي د تېر په څېر لومړی د کرنې په ریاست کې خپل منځي ناسته وکړه ، وروسته یاد پلاوی د اجنډا له مخې په دو برخو وویشل سول چې لومړي کاري ګروپ په مرکز لښکرګاه کې د املاکي موضوعاتو د څیړنو او ارزونو په موخه سیندیزې حوزې عمومي ریاست له مسؤلینو سره د همغږئ ناسته وکړه او پر اړونده موضوعاتو یې نظرونه شریک کړل .
دوهم کاري ګروپ د کرنې په ریاست کې د امار/تي ځمکو اړوندو راغلو موضوعاتو باندې بحث وکړ ، د ځینو مواردو په اړه یې پریکړې وکړې او د عملي تطبیق په موخه یې تصمیمونه ونیول.
تخنیکي پلاوي همدارنګه د یو شمېر ولسي وګړو املاکي ستونزې هم واورېدې او د موضوعاتو حل په موخه ورته د اصولي کړنو ډآډ ورکړ.