هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه
٢۴ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۷۹مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۷۹مه نوبتي ناسته د کرنې په ریاست کې ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
له خپل منځي ناستې وروسته د تخنیکي پلاوي غړي د عدلیې رییس الحاج مولوي محمد محمدي په مشرۍ، د اړونده ادارو د فني انجنیرانو په ملتیا په مرکز لښکرګاه کې د پوهنې ریاست اړوند ١٩٢ جریبه ځمکې څخه لیدنه او ارزونه وکړه او هغه سیمې یې له نږدې ولیدلې چې د محل د خلکو لخوا څخه غصب شوې وې.
تخنیکي پلاوي وروستیو کې د یو شمېر ولسي وګړو املاکي ستونزې هم واورېدې او د موضوعاتو حل په موخه ورته د اصولي کړنو ډاډ ورکړل شول.