هلمند کې د مالدارۍ محصولاتو کاروباریانو ته روزنه ورکړل شوه
١٨ تله ۱۴۰۳ه.ش
٦ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په مالي همکارۍ د مرګز لښکرګاه په شمول د ګرمسیر ، ناوې، باباجي، نادعلي او ګرشک ولسوالیو د مالدارۍ محصولاتو ٢٩ تنو کاروباریانو ته د کارونو غوړیدا او تجربو شریکولو په موخه روزنه ورکړل شوه.
په دغه روزنیز ورکشاپ کې د هلمند ولایت کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر حافظ هدایت الله هدایت او نورو مسولینو هم برخه لرله.
په یاد روزنیز سیمینار کې د مالدارانو د وړیو او نورو فرعي محصولاتو پر ارزښت، کاروبار، او اړتیا تفصیلي خبرې وشوې.
په ورته وخت کې ګډونوالو دغه ډول پروګرامونه موثر وبلل او په راتلونکي کې یې د لا دوام غوښتنه وکړل.