نیالګیو روزونکو خپلې ستونزې او غوښتنې د ننګرهار کرنې رییس سره شریکې کړې
۷ لړم ۱۴۰۳ه.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهارد کرنې او مالدارۍ تولیداتو خوني رییس اجمل رحماني او د نیالګیو روزونکو ټولني مشر روح الله مومند او نورو نیالګیو روزونکو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د ننګرهار کرنې رییس سره شریکې کړې.
د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې رییس اجمل رحماني وویل، چې په ننګرهار کې د نیالګیو روزنې په برخه کې په کور دننه پر ځان بسیا شوي یو؛ خو تېرو طوفانونو دې سکتور ته درانه مالي زیانونه واړول؛ نو ددې سکتور دبیا رغولو او پر خپلو پښو درولو لپاره باید د دوی لاسنیوی وشي.
د نیالګیو روزونکو ټولنی مسؤل روح الله مومند هم د بېرو نیالګیو ترڅنګ د نیالګیو روزونکو ستونزې او غوښتنې شریکې کړې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د تصدیقي نیالګیو روزنه د بڼوالۍ په برخه کې اړین وبلل او په ټولو قانوني چارو کې دهمکارۍ ډاډ ورکړ.
په یاده ناسته کې دطبیعي زېرمو امر کاهون عبدالرحمن اتل او دمالدارۍ او څارویو روغتیا امر داکتر محمد ضمیر بهسودي هم حضور درلود.