ننګرهار کې یوشمېر بزګران وروزل شول
د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالی حکیم اباد کلي کې د اسلامیک ریلیف مؤسسې له لورې ۳۰ تنو بزګرانو ته د غنمو د کښت او دبزګرانو د ستونزو د حل په پار روزنه ورکړل شوه.
د خوګیاڼو ولسوالی د عشر او زکات مسوول قاري انس وویل، چې د اسلامیک ریلیف مؤسسي له لورې ۳۰ تنو بزګرانو ته د غنمو د غوره نوعو انتخابولو، کښت، ځمکې اماده کولو، اوبولګولو، هرزه وښو مخنیوي او ګڼو نورو مهمو موضوعاتو په برخه کې روزنه ورکړل شوه.
دغه راز اسلامیک ریلیف مؤسسه په خوګیاڼو ولسوالی کې له ۷۰۰ تنو بزګرانو سره د اصلاح شويو تخمونو، کیمیاوي سرو، د بزګرۍ وسایلواو ګڼو نورو برخو کې مرستې کوي؛ ترڅو بزګران پرځان بسیا او د نورو له احتیاجه خلاص شي.