لوګر کې پر ۸ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو
٢٩ تله ۱۴۰۲ه.ش
٦ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي ملاتړ او د افغانستان راتلونکو نسلونو په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر اته زره مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
ددغو مرستو د وېش لړۍ په پيل غونډه کې د لوګر والي شیخ ضیاءالرحمن مدني، دکرنې او مالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي، اقتصاد رییس انجنیر محمدحامد مظلومیار، د کرنې ریاست آمرینو او د د افغانستان راتلونکو نسلونو موسسې ولایتي مسؤولینو ګډون کړی وو.
دلوګر والي د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال پروګرام له مرستو د مننې ترڅنګ له هغوی وغوښتل، تر څو بزګرانو ته په دغه ولایت کې د مرستو لمن وغځوی، ترڅو د لیرې پرتو ولسوالیو بزګران هم ترې برخمن شي.
په همدې حال کې د لوکر د کرنې او مالدارۍ رییس ګټه اخیستونکو ته په خطاب کې وویل، چې وېشل شوی تخمونه په خپل وخت د کرنې ریاست له لارښوونې سره سم وکري.
باید وویل شی یاد بزګران د سروې له مخې اړمن پېژندل شوی وو چې د مرستو تر څنګ ورته د کرکیلې اړوند لازمې لارښوونې هم شوی دی،په یادو مرستو کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره وېشل کېږي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.