لغمان کې د کثیرالرشتوي انستیتوت زده کړیالانو ته د نباتي ناروغیو او افاتو د پیژندنې او مخنیوي په برخه کې د عملي او نظري زده کړو زمینه برابره شوه
۲۶ تله ۱۴۰۳ه.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بوټوساتنې مدیریت مسلکي کارمندانو له لورې د کثیرالرشتوي انستیتوت د کرنې دبرخې زده کړیالانو ته د نباتي ناروغیو او افاتو د پیژندې او مخنیوي په برخه کې عملي او نظري زده کړې ورکړل شوه.
په دغه عملي روزنه کې یادو محصلینو ته عملاً هغه نباتات چې دناروغیو او افاتو تر حملې لاندې راغلي وه او د ناروغیو نښې او علایم پرې لیدل کېدل ور وښودل شو او د مخنیوي په هکله یې کیمیاوي، بیولوژیکي او میخانیکي کنترول طریقې ورته تشریح شوې.
د لغمان دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې تر دې مهاله یې د کرنې او وټرنرۍ پوهنځۍ، انستیتوت او مسلکي لېسو محصلینو او شاګردانو ته عملي او نظري زده کړې په برخه کې د مسلکي کارکوونکو پرمټ روزنه ورکړې او دهمکارۍ دا لړۍ به دوام ولري.