سروبي کې یوشمېر بزګران وروزل شول
٢۴ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د سروبي دکرنې او مالدارۍ مدیریت له خوا ددې ولسوالی یوشمېر بزګران دکتار په بڼه د غنمو کرکیلي په برخه کې روزلي دي.
په دې روزنیز پروګرام کې هغه بزګران شامل دي، چې موده مخکې د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو په پار پرې د غنمواصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
ددې پروګرام موخه د بزګران روزل، د میکانیزه کرکیلې ترویج او په ټوله کې د کروندګرو وړتیاوې لوړول دي.