راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې په پار د ننګرهار کرنې ریاست له خوا کمپاین پیل شو
١٣ لړم ۱۴۰۲ه.ش
٢٠ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد او ورسره ددې ادارې کارکوونکو بېرته راستنو شویو کورنیو سره د خواخوږۍ او همکارۍ په موخه تورخم کې د خیمو لګولو، څښاک اوبو تنظیمولو، کورونو انتقال او ګڼو نورو برخو کې رضاکارانه همکاریو کمپاین پیل کړ.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د بېرته راستنو شویو هېوادوالو سره د همکارۍ په موخه نن د ننګرهار کرنې ریاست ۶۰ تنه کار کوونکي بېرته راستنو شویو هېوادوالو سره د خیمو لګولو او نورو اسانتیاوو برابرولو کې همکارۍ کمپاین وکړل.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل ددې کار څخه یې موخه بېرته راستنو شویو هېوادوالو سره همکاري او د نورو افغانانو هڅول دې ترڅو د خپلو هېوادوالو سره پدې حالاتو کې مرستی وکړي.
دا کمپاین په داسې حال کې ترسره کېږي، چې څو ورځې وړاندې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي او له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د کمېسیون غړی د ننګرهار ولایت له یو شمېر سیمه ییزو چارواکو سره د تورخم بندر ته ولاړ او هلته یې کډوالو لپاره د موقتې سرپناه، د څښاک اوبه، خوراکي توکو او تشنابونو زمینه برابره کړه.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د ننګرهار د کرنې ریاست او د ننګرهار د کانال شرکت کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې کډوالو لپاره د موقتي سرپناه د جوړولو په موخه خیمې جوړې کړي، چې راستنېدونکي کډوال په کې د قانوني پړاوونو تر بشبړېدو پورې مېشت شي.
د يادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت د رهبرۍ په لارښوونه د ننګرهار دکرنې ریاست او د کانال شرکت کارکوونکو راستنېدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتياوو په برابرولو کې هېڅ ډول هڅې نه دي سپمولي او د تورخم له بندر څخه د راستنېدونکو کډوالو د موقتي سرپناه لپاره يې سلګونه خيمې برابرې کړې دي.
وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د اجباري شړلو د بشري قوانينو خلاف پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم او کندهار له سپين بولدک بندر څخه زرګونه کسان افغانستان ته داخلېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوی په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت له څو ادارو څخه یو کمیسیون جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.