د کندهار ژړۍ کې پر یوشمېر کورنیو د روب او مربا جوړولو توکي ووېشل شوې
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د دملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي او د سولې بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د ژړۍ ولسوالی یوشمېر کورنیو ته د روب، مربا او چارو جوړولو توکي ورکړل شوي دي.
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په یادو توکو کې هرې کورنۍ ته نهه قلمه توکې چې، په کې «د بخار دیګ، فنل، بالابر، شیشه یي مرتبان، سربازکن، ترازو، هوا کش، د لوښې مینځلو توکي او نور» شامل دې ورکړل شوي دي.
دغه راز له دغو توکو برخمن شوي کسانو ته د روب جوړولو،مربا او اچار جوړولو، محصولاتو د ضایعاتو مخنیوی، بازارموندنې او نورو اړونده موضوع ګانو په هکله عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوي دي.