د کندز د کرنې رییس په شمال ختيځ زون کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوول سره وکتل
٢٩ تله ۱۴۰۲ه.ش
٦ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی امان الله حسن په شمال ختيځ زون کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوول خیرالله توران سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې په شمال ختيځ زون کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوول خیرالله توران ددې ادارې د فعالیتونو په پلي کولو کې د کندز د کرنې ریاست له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل: "د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې عمومي مسؤل په افغانستان کې د الحاج مولوي امان الله حسن تر مدیریت لاندې د کرنې ریاست د همغږۍ او همکارۍ د تېرو دورو په نسبت ډېر خوشبین دی او د کرنیزو پروژو د اغېزمن تطبیق په برخه کې یې د مولوي صاحب د دوامداره همکارۍ ستاینه وکړه."
هغه زیاته کړه: په کندز کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د کرنې او مالدارۍ سکتور فعاليتونه په ښه توګه تطبيق شوي او هيڅ داسې ستونزه نشته چې د کرنيزو پروژو د پرمختګ او تطبيق پر وړاندې خنډ شي."
دغه راز په شمال ختيځ زون کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوول خیرالله توران د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ددې ادارې مهم فعالیتونه د کندز دکرنې رییس سره شریک کړل.
په دې کتنه کې د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي امان الله حسن د بزګرانو او مالدارنو ستونزې او غوښتنې چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د پروژو تر پوښښ لاندې دي د پروژې مسؤل ته ورسول او له یادې ادارې څخه د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.